تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تهران او واشنګټن کړکېچ؛ د ایران تېلو بېړۍ وېنېزوېلا ته روانې شوې
- Author, ګولیرمو ډي اولمو
- دنده, بي بي سي مونډو کاراکاس
هغه ایرانۍ بیړۍ چې وېنېزویلا ته تېل لیږدوي له امریکا سره ترینګلتیا رامنځته کړې ده، ځکه واشنګټن پر دې دواړو هېوادونو یې اقتصادي بندیزونه لګولي دي. تمه ده چې د ایران دا بیړۍ په ځايی وخت سبا ماښام د لاتینې امریکا دې هېواد ته ورسیږي.
خو وېره دا ده چې د امریکا سمندري ځواکونه به د دې بېړیو د مخکې تګ مخه ونیسي او اجازه به ورنکړي چې د وېنېزوېلا تر ساحله ورسېږي.
بله خوا د وېنېزوېلا یو شمېر جنګي بېړیو هم په سمندر کې حرکت پیل کړی دی او غواړي چې ایرانۍ بېړي په خوندي توګه تر خپلو ساحلونو ورسوي.
شنونکي وایي، که د امریکا او وېنېزوېلا سمندري ځواکونه سره ونښتل نو وضعیت ترینګلی کېدی شي او ایرن به هم په کړکېچ کې ورګډ شي.
وېنېزویلا د تیلو پراخې زیرمې لرې خو د اوږدې مودې اقتصادي کړکیچ دغه هېواد د سون توکو له سخت کمي سره مخامخ کړی دی.
د وېنېزوېلا ولسمشر نیکولاس مدورو له تهرانه مرسته غوښتې ده او په رپوټونو کې ویل شوي چې د دې تېلو په بدل کې سره زر ورکوي.
امریکا ښاغلی نیکولاس مدورو د دغه هېواد د ولسمشر په توګه په رسمیت نه پیژني او له ایران سره د امریکا اړیکي هغه مهال د ترینګلتیا اوج ته ورسېدل چې په تېره جنورۍ میاشت کې امریکايي ډرون لوړ پوړی ایرانی پوځي قوماندان قاسم سلیمان په عراق کې وواژه.
یوه اوونۍ وړاندې یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې امریکا وېنېزویلا ته د ایرانۍ تیل لېږدوونکو بیړیو په غبرګون یو لړ اقدامات په پام کې لري. د دې څرګندونو په ځواب کې ایران ملګرو ملتونو ته شکایت کړی.
د ډونلډ ټرمپ اداره پر وېنېزویلا د دې لپاره بندیزونه لګولي چې د ښاغلي مدورو سوسیال حکومت چې د تورونو له مخې په دیموکراته بڼه نه دی ټاکل شوی، له واکه لرې کړي.
واشنګټن د تهران دا ګام له هغو لګول شویو بندیزونو سرغړونه بولي چې له مخې د وېنېزوېلا د تېلو له دولتي کمپنۍ سره د ایران پر راکړه ورکړه لګول شوي.
د امریکا سمندري ځواک په کاربین اوبو کې ګزمې کوې، دا سیمې هغې لارې ته نږدې ده چې ایرانۍ تیل لېږدوونکې بیړۍ پرې تیریږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته په استول شوي لیک کې د امریکا احتمالي ګام سمندري غلا بلل شوې چې عواقب به ولري. جواد ظریف ویلي ایران د خپلو ګټو لپاره د دا ډول زورواکۍ او ناقانونه کړنو په وړاندې ټول مناسب او اړین ګامونه او پرېکنده عمل د ځان حق بولي.
د بي بي سي فارسي برخې خبریال وايي د ایران او امریکا ترمنځ د مخامختیا خطر ډېر دی.
وېنېزویلا ولې د ایران مرستې ته اړتیا لري؟
په وروستیو کلونو کې د فساد او ناسمې ادارې له امله د وېنېزویلا د تیلو دولتي کمپنۍ تصفیه خانې له فعالیته لوېدلي او تولید په ټپه درېدلی.
د کړکیچ پرمهال وېنېزویلا حکومت ایران ته د یوه متحده په سترګ کتل او د مخکني ولسمشر هوګو چاویز د واکمنۍ پرمهال یې ټینګ اړیکي لرل.
امریکايي پوهنتون ټولېن کې د وېنېزویلا د چارو متخصص وېوېډ سمېلډ وايي د تهران او کارکاس ترمنځ همکاري طبیعي ده ځکه د ده په وینا دواړه د امریکا له نظره له قانونه سرغړوونکي هېوادونه دي.
کسری ناجي وايی دا سمه ده چې وېنېزویلا سره زر لوبوي او ایران هم دا خطر منلی شي چې د سرو زرو تر لاسه کولو لپاره خپلې څو بیړۍ له خطر سره مخامخ کړي ځکه د بندیزونو له امله عایداتو ته اړ دی.
خو د وېنېزویلا اقتصاد ناوړه حالت کې دی:
له کله چې نیوکولاس مدورو په ۲۰۱۳ کال کې واک ته رسېدلی د دغه هېواد سړي سر ناخالص کلنی عاید څه باندې ۵۰ سلنه کم شوی او د بې وزلۍ له مله میلیونونه وېنېزویلایان بهر ته تللي.
کورونا وېروس او د تېلو بیو ټېټېدو سره وېنېزویلا کې چې اقتصاد یې پر ټیلو ولاړ دی وضعیت لا ناوړه شوی.
د څو میاشتو لپاره وېنېزویلا حکومت د خپلو تصفیو خونو ستونزې د تیلو په مقابل کې خپلو مشتریانو ته د خامو تیلو د ورکړې له لارې هوارې کړې په تېره روسۍ کمپنۍ روسنفت ته. خو د ټرمپ ادارې پر روسنفت د وېنېزویلا د خامو نفتو نړیوال بازار ته د وړاندې کولو لپاره بندیزونه لګولي دي.
ایران وېنېزویلا کې څه کوي؟
څو اونۍ وړاندې کله چې روسنفت په وېنېزویلا کې خپل فعالیت پای ته ورساوه د ایران خصوصي هوايي شرکت ماهان ایر چې د امریکا له خوا پرې بندیزونه هم لګول شوي د وېنېزویلا په فالکن ایالت کې کېناستې. دې الوتکو د ونزویلا د تر ټولو لویې تصفیه خونې پاراګونا ریفاینري کمپلیکس د بیا فعالولو لپاره وسایل او پرسونل لېږدول.
د اپریل پر ۲۸ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل مهران ایر د مدورو رژیم لپاره نامالوم ملاتړ کړی او خبر داری یې ورکړ چې د ایران دا الوتنې باید بندې شي.