د قاسم سلیماني وژنه؛ د تهران محکمې د ولسمشر ټرمپ د نیولو حکم وکړ

د ایران د تهران څارنوال وايي، د هغو کسانو نومونه یې نړیوالو پولیسو ته سپارلي چې د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې قدس ځواکونو د پخواني مشر قاسم سلیماني په وژلو کې لاس لري. د دې کسانو په لېست کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوم هم راغلی.

علي القاصي مهمر وايي، د قاسم سلیماني د وژلو په هکله یې د امریکا او نورو هېوادونو ۳۶ سیاسي او پوځي چارواکي پېژندلي دي.

د هغه په خبره، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې کسانو د لېست په سر کې دی او د ولسمشرۍ له پای ته رسېدو وروسته به یې هم قضايي تعقیب وشي.

د تهران څارنوال زیاتوي، د دې ۳۶ چارواکو د جلب یا ور بللو امر یې صادر کړی او دعوه کوي چې نړیوالو پولیسو دغو کسانو ته سور اعلان کړی؛ یانې هرځای چې ولیدل شول وبه نیول شي.

قاسم سلیماني د تېرې جنورۍ په دریمه د عراق پلازمېنه بغداد ته تر رسېدو وروسته له هوایي ډګره د وتلو پر مهال د امریکا بې پيلوټه الوتکو په نښه کړ، چې ورسره د ابومهدي مهندس په ګډون د عراق د حشد شعبي ډلې څو مهم قومندانان هم ووژل شول.

ډونلډ ټرمپ هغه مهال قاسم سلیماني د نړۍ لومړی درجه ترهګر وباله او ویې ویل چې پخپله یې پر نوموړي د برید امر کړی و.

ایراني چارواکو د جنرال سلیماني د وژنې د سخت غچ اخیستلو ګواښ وکړ او تل یې په نړیوالو ټولنو کې د دې حقوقي دوسیې د څارلو خبره کړې ده.

څو ورځې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو او حقوقي چارو معین یا مرستیال محسن بهاروند هم وویل، چې دا وزارت د قاسم سلیماني وژل له حقوقي اړخه تعقیبوي او د ایران د قضایه قوې، سپاه پاسدران او لویې څارنوالۍ په ګډون د نورو ښکېلو اړخونو همغږي هم ورسره ده.

د قاسم سلیمانی تر وژلو لږه موده وروسته د ایران قضایه قوې وویل، چې د نوموړي کورنۍ په نړیوالو ټولنو کې له امریکايي چارواکو شکایت کوي، خو وروسته بیا په دې هکله رسمي څه خپاره نه شول.

د قاسم سلیمانی دوسیه کې نړیوالو ټولنو ته د ایران د شکایت خبره په داسې مهال ده چې نږدې درې اوونۍ مخکې په دغه هېواد کې د محمود موسوي مجد په نوم یو کس په دې تور اعدام شو چې په امنیتي ځواکونو په تېره قدس ځواکونو، او د قاسم سلیماني د تګ د ځای او استوګنې په هکله یې جاسوسي کړې ده.

دا اعدام په داسې حال کې ترسره شو چې د ایران قضايي چارواکو ویل، چې موسوي مجد د قاسم سلیمان د وژلو برید کې لاس نه درلود.