نوی کال: د نړۍ له لروبر په عکسونو کې

په لنډو ټکو دا ځل د نوي کال جشنونه، مېلې او مراسم د تېرو کلونو په څېر نه وو، ځکه ګڼو هېوادونو کې چارواکو د کورونا وېروس وبا له کبله له خلکو غوښتي وو چې پر کورونو پاتې شي.

خو له دې سره سره د نړۍ لروبر کې میلیونونو کسانو نوی ۲۰۲۱ کال ولمانځه.

ډېرو خلکو د ماسکونو په تړلو او نورو احتیاطي لارو چارو سره دغو مېلو او مراسمو کې برخه اخیستې وه.

د جاپان توکیو کې خلک کانده مېوجین زیارت ته تللي او د ښې راتلوکې دعا کوي. جاپان د کوویډ-۱۹ له دوېمې څپې سره مخامخ دی او سږ کال حکومت کمو کسانو ته دغه زیارت ته د تګ اجازه ورکړې وه.

د چین ووهان کې- چې د کورونا وېروس سرچینه ګڼل کېږي- خلک د ښار منځ ته راوتلي او د نوي کال پیل ته شیبې شمېري.

د تایوان تایپي کې اورلوبو د شپې تیاره اسمان رڼا کړ، خو نورو ښارونو کې یې د ۲۰۲۱ کال مراسم لغوه وو او خلکو له خپلو کورونو پر تلویزیون او خواله رسنیو د تایپي د جشن ننداره کوله.

خو د نړۍ ډېرو برخو کې خلکو د سویلي کوریا پلازمېنه سیول کې د دې کورنۍ په څېر نوی کال محدود او په کور کې ولمانځه.

د فيلیپین مانیلا کې خک یوه پارک کې راټول شوي چې اورلوبه وګوري. چارواکو له خلکو غوښتي چې پر یوه ځای دې ډېر نه راغونډېږي.

هانګ کانګ کې خلک د ویکټوریا بندر مخ ته راټول شوي وو چې نوی کال په ګډه ولمانځي.

د روسیې یکاترینبورګ کې د نوي کال پیل ډېر سوړ و او خلک یې لمانځلو ته د ښار د تالار مخې ته راټول شوي وو.

د منځني ختیځ ډېرو هېوادونو کې هم چې زېږدیز کال پکې رسمي کال دی، د ۲۰۲۱ کال پیل ولمانځل شو. لاندې عکس کې د متحدو عرب اماراتو راس الخیمه کې اورلوبه ګورئ.

دوبۍ کې د نړۍ په تر ټولو لوړه اسمانڅکه ودانۍ 'برج خلیفه' کې اورلوبه ترسره شوه.

مسکو کې چارواکو د راټولېدنو اجازه ور نه کړه او خلکو سور میدان کې د سن باسېل کلیسا او کرملین ماڼۍ پر سر اورلوبه د خپلو تلویزیونو پر پردو وکتله.

د لندن بېلابېلو سیمو کې هم اورلوبې او د رڼاګانو نندارې جوړې شوې وې.