نوی کال: د نړۍ له لروبر په عکسونو کې

لندن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لندن

په لنډو ټکو دا ځل د نوي کال جشنونه، مېلې او مراسم د تېرو کلونو په څېر نه وو، ځکه ګڼو هېوادونو کې چارواکو د کورونا وېروس وبا له کبله له خلکو غوښتي وو چې پر کورونو پاتې شي.

خو له دې سره سره د نړۍ لروبر کې میلیونونو کسانو نوی ۲۰۲۱ کال ولمانځه.

ډېرو خلکو د ماسکونو په تړلو او نورو احتیاطي لارو چارو سره دغو مېلو او مراسمو کې برخه اخیستې وه.

د جاپان توکیو کې خلک کانده مېوجین زیارت ته تللي او د ښې راتلوکې دعا کوي. جاپان د کوویډ-۱۹ له دوېمې څپې سره مخامخ دی او سږ کال حکومت کمو کسانو ته دغه زیارت ته د تګ اجازه ورکړې وه.

جاپان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جاپان - توکیو

د چین ووهان کې- چې د کورونا وېروس سرچینه ګڼل کېږي- خلک د ښار منځ ته راوتلي او د نوي کال پیل ته شیبې شمېري.

ووهان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ووهان چې د کورونا وېروس مبدا او سرچینه ګڼل کېږي

د تایوان تایپي کې اورلوبو د شپې تیاره اسمان رڼا کړ، خو نورو ښارونو کې یې د ۲۰۲۱ کال مراسم لغوه وو او خلکو له خپلو کورونو پر تلویزیون او خواله رسنیو د تایپي د جشن ننداره کوله.

تایوان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تایوان - تایپي کې اورلوبه

خو د نړۍ ډېرو برخو کې خلکو د سویلي کوریا پلازمېنه سیول کې د دې کورنۍ په څېر نوی کال محدود او په کور کې ولمانځه.

سویلي کوریا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د سویلي کوریا - سیول کې یوه کورنۍ د شمعې بلولو سره نوی کال لمانځي

د فيلیپین مانیلا کې خک یوه پارک کې راټول شوي چې اورلوبه وګوري. چارواکو له خلکو غوښتي چې پر یوه ځای دې ډېر نه راغونډېږي.

فیلیپین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فیلیپین - مانیلا

هانګ کانګ کې خلک د ویکټوریا بندر مخ ته راټول شوي وو چې نوی کال په ګډه ولمانځي.

هانګ کانګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هانګ کانګ -

د روسیې یکاترینبورګ کې د نوي کال پیل ډېر سوړ و او خلک یې لمانځلو ته د ښار د تالار مخې ته راټول شوي وو.

روسیه -

د عکس سرچینه، Getty Images

د منځني ختیځ ډېرو هېوادونو کې هم چې زېږدیز کال پکې رسمي کال دی، د ۲۰۲۱ کال پیل ولمانځل شو. لاندې عکس کې د متحدو عرب اماراتو راس الخیمه کې اورلوبه ګورئ.

امارات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راس الخیمه - متحد عرب امارات

دوبۍ کې د نړۍ په تر ټولو لوړه اسمانڅکه ودانۍ 'برج خلیفه' کې اورلوبه ترسره شوه.

دوبۍ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، برج خلیفه - اورلوبه

مسکو کې چارواکو د راټولېدنو اجازه ور نه کړه او خلکو سور میدان کې د سن باسېل کلیسا او کرملین ماڼۍ پر سر اورلوبه د خپلو تلویزیونو پر پردو وکتله.

روسیه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، مسکو - سور میدان

د لندن بېلابېلو سیمو کې هم اورلوبې او د رڼاګانو نندارې جوړې شوې وې.

لندن

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، لندن - اورلوبه