ټرمپ د کورونا وېروس مالي مرستو مصوبه لاسلیک کړه

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کورونا وېروس له اقتصادي زیان سره د مقابلې لپاره د مالي مرستو ۹۰۰ میلیارد ډالري مصوبه لاسلیک کړه.
ولسمشر ټرمپ د دې مصوبې له لاسلیک سره مخالفت کاوه او ویل یې تر هغه ډېرې پیسې ورکول غواړي چې کانګرس تصویب کړې دي.
خو د دې نه لاسلیک له امله په میلیونونه امریکایان د کورونا وېروس په دلیل د بې کارۍ بدل کې له ترلاسه کېدونکو امتیازونو د لنډمهال لپاره بې برخې کېدل.
د مالي مرستې دا ۹۰۰ میلیارد ډالري بودیجه له څو میاشتني بحث وروسته کانګرس کې تصویب شوه.
دا مالي مرسته د هغه دوه اعشاریه درې تریلیون ډالري بنډل برخه ده چې یو اعشاریه څلور تریلیون ډالر پکې د فدرالي حکومت لګښت ته ځانګړي شوي دي.
دا مصوبه له هغه څو ګړۍ وروسته لاسلیک شوه، چې ولسمشر ټرمپ ټوېټر کې د امریکا ولس سره ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د مالي مرستو د قانون په هکله ښه خبر واوري.
د کورونا وېروس اقتصادي زیان سره د مقابلې لپاره د مالي مرستې د ورکړې دوه اړوند قانونونه- چې مارچ کې تصویب شوي وو- د شنبې په ورځ ختم شول او د نوې مصوبې د نه لاسلیک له امله- چې دوشنبه لاسلیک شوه- ۱۲ میلیونه امریکايانو ته د بې کارۍ بدل کې مالي امتیازات د لنډ مهال لپاره ختم شول.
د کانګرس له دې مصوبې سره د ډونلډ ټرمپ یو مخالفت دا و چې غوښتل یې وګړو ته دا مالي مرسته زیاته شي او د شپږ سوه ډالرو په ځای دوه زره ډالر ورکړل شي.
دا مالي مرسته له هغو کسانو سره کېږي چې کلنی عاید یې له ۷۵ زرو ډالرو کم وي.
د کانګرس جمهوریپال د ولسمشر ټرمپ له دې غوښتنې سره مخالف وو.
نوموړي د بهرنیو مرستو پر کمولو هم ټینګار درلود، خو ډیموکراټان یې د دې غوښتنې سره جوړ نه وو.
د دې مصوبې لاسلیک سره ولسمشر ټرمپ یوه بیان کې وویل: ټاکلې ده مشرانو جرګه وګړو ته د دوه زرو ډالرو ورکړه باندې رایه واچوي او ټاکنو کې د درغلیو په تړاو پلټنې پیل کړي.
د نانسي پلوسي هرکلی او غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images
د استازو جرګې ډیموکراټه مشره نانسي پلوسي یوه بیانیه کې د ولسمشر ټرمپ د لاسلیک هرکلی کوي او له نوموړي او د کانګرس له جمهوریپالو غواړي چې دغه جرګه کې وګړو ته د دووه زره ډالري مرستې د پلان تصویبولو کې له ډیموکراټانو سره همکاري وکړي.
د مېرمن پلوسي په خبره، د مرستو د ورکړې دا طرحه به د یوه ځانګړي قانون په توګه د دوشنبې په ورځ استازو جرګې ته وړاندې شي.
د امریکا ټاکلي ولسمشر جو بایډن تېره ورځ د ډونلډ ټرمپ له خوا د کانګرس د مصوبې د نه لاسلیک د بدو پایلو په هکله خبرداری ورکړ.
د کانګرس د مالي مصوبې له لاسلیکولو د ولسمشر ټرمپ ډډه چې پر ۹۰۰ میلیارد ډالري مالي مرستو مصوبې سربېره پکې د اوسني حکومت د لګښت لپاره یو تریلیون او ۴۰۰ میلیارد ډالر هم راتل، د امریکا د حکومت ځینې برخې له سې شنبې ورځې په ټپه درېدو سره مخ کولې.
ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ د کانګرس ۷۴۰ میلیارد ډالري دفاعي بودیجه هم ویټو کړه.
ښاغلي ټرمپ تر هغه مخکې ویلي وو که دا مصوبه د ۲۳۰ مادې په نوم قالون لغوه کېدو سره په یو وخت نه وي، نو ویټو به یې کړي.












