د امریکا نشویل ښار کې چاودنه "احتمالاً ځانمرګی برید" و

امریکايي رسنیو د فډرالي پولیسو چارواکو له خولې ویلي، نشویل ښار کې د جمعې ورځې چاودنه ښايي ځانمرګی برید و.

د خپرو شویو رپوټونو له مخې، پولیس د چاودنې سیمې ته څېرمه د انسانانو د موندل شویو ټوټو ازموینه کوي.

په ورته وخت کې، پویسو د نشویل ښار څنډو کې یو کور لټولی دی.

په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې فډالي پولیس له یوه کوره ځینې شیان راوباسي.

پولیسو پېښه کې د مشکوک سړي نوم نه دی افشا کړی، خو سي بي اېس خبري شبکې ویلي، پولیس د یوه ۶۳ کلن سړي په اړه څېړنه کوي چې تازه یې کول پلټل شوی دی.

نشویل کې څه پېښ شول؟

د امریکا ټینسي ایالت کې پولیسو ویلي د نشویل ښار مرکز کې د کریسمس ورځې په سهار موټربم چاودنه قصدي عمل و. چاودنه کې درې ټپي شوي کسان روغتون ته وړل شوي او وضعیت یې اندېښمنوونکی نه دی. ۲۰ ودانیو ته هم زیان اوښتی.

د جمعې په ورځ د ګهیځ په شپږ نیمو بجو د نشویل ښار مرکز کې لوګی پورته شو.

پولیسو ته په سیمه کې د ډزو خبر هم ورورسېد،‌ خو تر چاودنې نیم ساعت مخکې ځانګړي پولیس د بم شنډولو لپاره سیمې ته ورسېدل.

د پولیسو د رپوټونو له مخې، پر یوه (کمپرون) موټر مشکوک شول چې هلته درول شوی و.

شېبه وروسته موټر وچاودېد.

پولیس وايي، لاهم نه پوهېږي چې موټر کې څوک و او که نه. د پولیسو مشر ویلي د پېښې عاملین به ومومي.

تر چاودنې شېبې مخکې پر یاد موټر لګول شوي لاسپیکر کې خلکو ته د چاودنې خبر ورکړل شوی و.

په خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې پولیس تر چاودنې څو دقیقې مخکې د سیمې له خلکو غواړي چې له دې ځایه ځانونه لیرې کړي.

په دې وېډیوګانو کې دا هم لیدل کېږي چې چاودنه دومره زوروره وه چې د ودانیو ښیښې او د ونو ښاخونه یې مات کړي وو.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته ددې چاودنې خبر ورکړل شوی.

نوشیل د امریکا سوېل ختیځ ټنسي ایالت مرکز دی چې کابو ۷۰۰ زره وګړي پکې اوسېږي.

په چاودنې سره له نشویل نړیوال هوايي ډګره الوتنې ودرول شوې، چې بیا وروسته بېرته پیل شوې.

"لکه بم چې وي"

تر اوسه د دې چاودنې انګیزه او لامل نه دی په ډاګه شوی او پولیس هم کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

یوه ویاند د اشوټېډ پرېس - امریکا خبري اژانس ته ویلي، ځینې کسان د پولیسو مرکز ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره وړل شوي.

د امریکا د فډرالي څېړنو (اېف بي ای) مرکز د پېښې څېړنه کوي.

د نوشیل ښاروال جان کوپر تر چاودنې وروسته وویل "ښکاري چې بم وچاودېد".