تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا بوسټن ښار کې بم اېښودونکي جوهر څارناییف اعدامول لغوه شول
په امریکا کې د استیناف یوې محکمې بوسټن کې د ۲۰۱۳ کال د ځغاستې د سیالیو پرمهال چاودنه کې د مشکوک تورن جوهر څارناییف په حق کې د اعدام پرېکړه لغوه کړې ده.
په دې برید کې درې کسان وژل شوي وو او تر ۲۶۰ ډېر نور ټپیان وو. ویل کېږي څارناییف او د هغه ورور دوه بمونه د منډې سیالۍ له وروستۍ کرښې سره ځای پر ځای کړي وو.
محکمې ویلي، څارناییف به د خپل بند پاتې موده په زندان کې تېروي.
محکمې دا هم ویلي چې پر څارناییف د لګول شویو تورونو په اړه به هغه بیا محاکمه کېږي چې ښايي بیا د اعدام له حکم سره مخامخ شي.
د جور مشر ورور تیمورلنګ اصل کې د چیچنیا دی چې د امریکا او قرغیزستان تابعیتونه هم لري، نوموړي د ۲۰۱۳ کال د اپرېل پر ۱۵مه، د بوسټن ځغاستې سیالۍ وروستۍ کرښې ته څېرمه چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو.
له چاودنې درې ورځې وروسته تیمورلنګ د پولیسو په ډزو ووژل شو.
خو جوهر له پولیسو سره د نښتې پرمهال وتښتېد، خو چارواکو یوه ورځ وروسته ونیو.
نوموړی د خپل کور شاتني پټنځي کې موندل شوی و.
جوهر څارناییف اوسمهال د امریکا کلوراډو ایالت فلورانس ښار په "سوپر مکس" زندان کې ساتل کېږي، دا هغه سیمه ده چې د خطرناکو غرونو په منځ کې زندان پکې جوړ شوی دی.
له دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو، چې د بوسټن ښار د بریدونو یو مشکوک تیمورلنګ څارناییف د امریکايي مرکزي استخباراتو سي ای په وړاندیز د ترهګرو په لست کې شامل شوی و.
څارناییف کورنۍ پرله پسې ادعا کوي، چې دواړو وروڼو په هغو بمي بریدونو کې لاس نه درلود، چې د اپریل په ۱۵ بوسټن کې د اوږدې ځغاست لوبې د پای په شیبو کې وشول.
د جوهر پلار انزور څارناییف څو کاله وړاندې له داغستانه ویلي وو:
"زه یوازې دعا کولای شم، چې یوه ورځ عدالت بریالی شي او زموږ له بچو دا تور لېرې شي او جوهر بیا موږ ته راکړل شي، چې معلول شوی، خو لږ تر لږه ژوندی دی."