د کورونا وېروس نوی ډول؛ لسو هېوادونو له بریتانیا سره پر تګ راتګ محدودیت ولګاوه

کورونا

د عکس سرچینه، PA Media

بریتانیا کې د کورونا د نوي چټک خپرېدونکي وېروس د پیدا کېدو له رپوټونو سره اروپايي هېوادونو دغه هېواد ته خپلې الوتنې وځنډولې.

پر اروپا سربېره ایران او ترکیې هم دغه هېواد ته پر الوت لنډمهالی بندیز ولګاوه.

جرمني، ایټالیا، ایرلنډ، بلجیم، فرانسه او هالنډ ټولې الوتنې او په ټول کې بریتانیا ته تګ او له دغه هېواد را تګ د لنډمهال لپاره ځنډولی دی.

د دوشنبې په ورځ ټاکلې ده د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو سرمشریزه کې په دې هکله ګډه پرېکړه وشي.

د کورونا دا نوی ډول په لندن او د انګلنډ سوېل ختیځ کې په چټکۍ خپرېږي.

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د شنبې په ورځ دې سیمو ته نوي محدودیتونه ولګول.

نوموړی د کریسمیس رخصتیو کې د محدودیتونو کمولو له پروګرام هم تېر شو.

د کورونا وېروس نوی ډول سپټمبر میاشت کې ولیدل شو او نومبر میاشت کې د لندن نږدې څلورمه برخه په کورونا اخته کسان دې وېروس نیولي دي.

روغتیايي چارواکي وايي، داسې شواهد نشته چې وښيي دا نوی ډول تر پخواني ډېر وژونکی دی یا واکسین پرې اغېز نه کوي.

خو ښايي تر پخواني وېروس اویا سلنه ډېر لېږېدلی شي.

کومونو هېوادونو څه بندیزونه ولګول؟

ځینې هېوادونو له اروپا سره د وچې سفر هم ځنډولی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې هېوادونو له اروپا سره د وچې سفر هم ځنډولی دی.

بریتانیا د شنبې په ورځ د نوي وېروس په هکله خبرې وکړې او تر دې څرګندونو څو ګړۍ وروسته هالنډ له دغه هېواد ټولې الوتنې د جنورۍ تر لومړۍ وځنډولې.

هالنډ دا هم وویل چې د نوي ډول او د خطر په هکله یې ډېر مالومات ترلاسه نه شي، دوی پرېکړه کړې چې په دې وېروس یې د خلکو د اخته کېدو شمېر کم کړي. سره له دې چې هالنډ د کورونا وېروس د کنټرول لپاره سخت قوانین لګولي، خو د شنبې په ورځ په دغه هېواد کې په کورونا اخته له ۱۳ زرو ډېر کسان ریکارډ شول.

بلجیم: دغه هېواد هم له بریتانیا الوتنې او اورګاډي له یکشنبې وځنډول. د دغه هېواد لومړي وزیر ویلي، چې دا پرېکړه د یوې شپې ورځې لپاره ده او د دې بندیز د اوږدولو لپاره وروسته پرېکړه کوي.

ایټالیا: د دغه هېواد لومړي وزیر خپل فیسبوک کې ویلي، چې له بریتانیا د الوتنو د لغوه کولو لپاره یې حکومت تیار دی.

له بریتانیا بهر د یکشنبې په ورځ د کورونا په نوي ډول اخته کس هم په ایټالیا کې وپېژندل شو چې اوس روم کې کرنتین دی.

ایرلنډ: ایرلنډ هم له نیمې شپې د دوو شپو ورځو لپاره له بریتانیا په الوتنو بندیز لګولی دی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ بېړۍ تګ راتګ کوي.

جرمني: جرمني هم له بریتانیا ورتلونکې الوتکې د یکشنبې له نیمې شپې وځنډولې. خو باري الوتکې یې بریتانیا ته روانې دي.

روغتیا نړیوال سازوان وايي، له بریتانیا سره نږدې تماس لري.

د عکس سرچینه، Rex Features

د عکس تشریح، روغتیا نړیوال سازوان وايي، له بریتانیا سره نږدې تماس لري.

فرانسې: دغه هېواد له بریتانیا سره د دوو شپو ورځو لپاره ټولې الوتنې ځنډولې دي. د فرانسې دا پرېکړه تر هغه ده چې اروپايي ټولنه په دې تړاو ګډه پرېکړه وکړي.

اتریش: دا هېواد هم غواړي له بریتانیا الوتنې محدودې کړي.

بلغاریا: د یوه نیمې میاشتې لپاره یې له بریتانیا سره ډېری الوتنې ځنډولې دي.

ترکیې هم له بریتانیا سره الوتنې ځنډولې دي.

ایران: د دغه هېواد د هوايي چلند وزارت یوه چارواکي د دغه هېواد رسمي خبري اژانس ته وویل، چې تهران د خپلو خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره بریتانیا ته د دوو اونیو لپاره الوتنې وځنډولې.

د ویډیو تشریح، کورونا وېروس به د نړۍ پر اقتصاد څه اغېز وکړي؟