ایران د نظام مخالف خبریال روح الله زم اعدام کړ

د عکس سرچینه، MIZAN
د ایران سپاه پاسداران ته یوه نږدې خبري اژانس "فارس" په یوه رپوټ کې ویلي چې ښاغلی زم شنبه د لیندۍ پر ۲۲مه/ډسمبر ۱۲مه سهار وختي په دار وځړول شو.
پر روح الله زم د اسراییل او فرانسې استخباراتو ته د "جاسوسۍ"، امریکا سره د "همکارۍ" او د پټو اسنادو راټولولو کې د "ګډون" تورونه لګول شوي وو.
د بشري حقوقو مدافع سازمانونو د هغه د محاکمې د بهير پر څرنګوالي نیوکې درلودې. دوی د ایران پر تلویزیون د ښاغلي زم د "جبري منښتو" تر خپرېدو وروسته غږ هم پورته کړی و.
د ایران تلویزیون د جبري منښتو خپرولو سره د دغه هېواد له امنیتي او استخباراتي بنسټونو سره پر همکارۍ تورن دی.
د روح الله زم پلار، محمد علي زم - تېر اوړي کې د ده زوی ته د اعدام پر اورول شوي حکم اعتراض وکړ او هغه یې "د اسلامي محکمې او عدالت خلاف" وباله.
روح الله زم فرانسه کې اوسېده او سپاه پاسداران ځواکونو یې د تېر کال د تلې پر ۲۲ مه د نیولو او ایران ته د لېږدولو خبر ورکړ.
ویل کېږي هغه له عراق ایران ته لېږدول شوی دی.
هغه مهال د عراق د حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي و "روح الله زم یوه الوتکه کې بغداد ته له ورتګ سره سم د عراق د استخباراتي ادارې لخوا نیول شوی دی".
دې سرچینې بي بي سي ته زیاته کړې وه چې ښاغلی زم "تر یوې ورځې ډېر د عراق استخباراتو سره و او وروسته یې د مجرمانو د تبادلې د هوکړې پر بنسټ ایران ته وسپاره".
روح الله زم څوک و؟

د عکس سرچینه، IRIB
روح الله زم د یوه پېژندل شوي روحاني شخصت محمد علي زم چې یو وخت د ایران د اسلامي تبلیغاتو سازمان د هنري برخې رییس و - زوی دی.
هغه د ۱۳۸۸ کال تر لانجمنو ولسمشریزو ټاکنو وروسته د یو څه مودې لپاره ونیول شو او تر خوشې کېدو وروسته لومړی مالیزیا او له هغه ځای د پناه غوښتونکي په توګه فرانسې ته ولاړ.
روح الله زم له ایران څخه د وتلو لومړیو کلونو کې مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ته خطاب کې په لیکل شویو لیکونو کې د بندیانو د ربړونو او بد چلن ګڼې پېښې بربنډې کړې.
هغه تېرو کلونو کې لومړی د امدنیوز (خلکو غږ) په نوم ویب پاڼه او وروسته ټېلګرامي چینل جوړ کړ.
آمدنیوز کراره کراه پر یوه ګڼ لیدل کېدونکي ټېلګرامي چینل واوښت چې د قضاییه قوې د رییس (صادق آملي لاریجاني) د بانکي حسابونو او دغه راز د سعيد طوسي د جنسي ځورونې د دوسیې په څېر د پردې تر شا د ساتل شویو او امنیتي خبرونو په خپرولو سره یې ډېر لیدونکي پېدا کړل.
دغه چینل د ۱۳۹۶ کال د مرغومې/جدي اعتراضونو ته پراخ پوښښ ورکړ خو داسې خبرونه یې هم خپاره کړل چې سم او کره نه وو.
امدنیوز د ۱۳۹۶ کال د مرغومې د پراخو اعتراضونو پر مهال د هغو رسنیو ډله کې و چې د اعتراضي غونډو د جوړېدو غوښتنې او سپارښتنې یې خپرولې.
روح الله زم پر څه تورن و؟

د ایران د قضاییه ځواک یوه ویاند پر ځمکه د فساد خپرولو (افساد فی الارض) په تور پر اعدام د روح الله زم د حکومېدو د پخلي پر مهال ویلي و "محکمې له لګېدلو تورونو ۱۳ موارد د افساد فی الارض مصادیق ګڼلي او د اعدام حکم یې صادر کړی او د نورو تورونو له کبله چې افساد فی الارض نه دي، د بند په سزا محکوم شوی دی."
د بشري حقوقو بنسټونو او د امریکا په ګډون څو لویدیزو هېوادونو ایران د روح الله زم په غېرعادلانه محاکمه تورن کړی و او غوښتي یې وو چې هغه ته د اعدام اورل شوې سزا دې نه عملي کېږي.
د روح الله زم محکومیت کې لاندې تورونه شامل وو:
- پر ځمکه د فساد خپرول (افساد فی الارض)
- د امدنیوز خپلسرې چینل جوړول او مدیریت او د هېواد د امنیت ګډوډولو ته د خلکو پارول
- د سیمې د یوه هېواد د استخباراتي ادارې په وسیله د اسراییل د استخباراتو په ګټه جاسوسي
- د فرانسې د استخباراتي ادارې په ګټه جاسوسي
- د امریکا دوښمن حکومت سره د ایران خلاف همکاري
- د کورني او بهرني امنیت خلاف د جرمونو په هوډ غونډې او د هغو ملاتړ
- د ایران د اسلامي جمهوري نظام خلاف او د نظام د مخالفو سازمانونو په ګټه په تبلیغاتي فعالیتونو کې پراخ ګډون









