ایران له نړیوالو نیوکو سره سره د غېږ نیونې یو اتل اعدام کړ

وحید افکاري
د عکس تشریح، د افکاري په دار ځړولو موضوع په نا څاپي ډول د ایران د محکمې له لورې د دوشنبې په ورځ راپورته شوه.

د رپوټونو په اساس ایرانی غېږه نیوونکی نوید افکاري تېره ورځ سهار مهال په دار وځړول شو او شپې خاورو ته وسپارل شو.

افکاري په کال ۱۳۹۷ کې د لاریونونو پر مهال نیول شوی و.

د نوید افکاري خپلوان مهدي محمودیان وایي، د هغه مړی د ایران په وخت د شپې لس بجې کورته راوړل شو او ناوخته د ایران په سنګر کلي کې د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شو.

د افکاري په دار ځړولو موضوع په نا څاپي ډول د ایران د محکمې له لورې د دوشنبې په ورځ راپورته شوه.

د نوید افکاري وکیل حسن یونسي وایي محکمې په ډېره بېړه پرېکړه وکړه او د هغه موکل یې ورستۍ لیدنې ته هم پرېنښود.

پر ۲۷ کلن نوید افکاري سنګري تور دی چې د ۱۳۹۷کال په لاریونونو کې د شېراز د اوبو ساتنې بنسټ یو کارکوونکی وژلی، هغه او وروڼو یې ویلي وو چې هغوی مجبور شول خپل جرم ومني، خو د ایران قضایي او عدلي ارګانونه دغه خبره ردوي.

د نړۍ نوموتو ورزشکارانو، د اولمپیک نړیوالې کمېټې مشر، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د هغه د اعدام د حکم د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه خو ونه منل شوه.

د افکاري په دار ځړولو خلک حیران کړي دي.

د حقونو د دفاع بنسټ غړی مهدي محمودیان وایي، وکیلان د دغې دوسیې پر بیا څېړلو او لایحې جوړولو بوخت وو او د افکاري په دار ځړولو فکر یې هم نه کاوه. ښاغلی محمودیان وایي دغه حکم په ناڅاپي ډول او د قوانینو په نه نظر کې نیولو سره شوی دی.

دوی دوه ځله د ځان وژنې هڅه کړې ده
د عکس تشریح، د نوید افکاري وروڼه وایي په زندان کې سخت شکنجه شوي دي

د نوید افکاري په دار ځړولو ته نړیوال غبرګونونه

  • د اولمپیک نړیواله کمېټه: ددغه خبر په اورېدو حیران شوو
  • د بښنې نړیوال سازمان : په پټه په دار ځړول په عدالت ملنډې وهل دي
  • د غېږ نیونې نړیواله اتحادیه: دغه خبر ویجاړوونکی وو
  • کورني ته له خبر ورکولو پرته په درا ځړولو حکم

د افکاري د کورنۍ و کیل حسن یونسي پر خپله ټویټر پاڼه لکلي، نن سهار د افکاري کورنۍ ته خبر ورکړل شو چې زوی یې په درا ځړول شوی هغه وایي قضایي ارګان د هغه په دار ځړولو ته بېړه درولوده د قانون له مخې تورن باید له دار ځړولو مخکې له خپلې کورنۍ سره وګوري.

د دوسیې جزیات څه وو؟

نوید افکاري او ورور یې وحید افکاري په ۱۳۹۷ کال کې له لاریونونو څو ورځې وروسته ونیول شول او درې میاشتې وروسته حبیب افکاري هم ونیول شو.

نوید افکاري د شېراز د اوبو ساتنې سازمان د یو کارکووونکې د وژلو په تور په اعدام محکوم شو او د هغه وروڼه وحید افکاري ۵۴ کله زندان او بل ورور یې حبیب افکاري په۲۷ کاله بند او په ۷۴ درو وهلو محکوم شول.

د افکاري وروڼه وایي سخت شکنجه شوي او مجبور شوي چې پرې لګېدلي تورونه ومني او ان دوه ځلې یې د ځانوژنې هڅه هم کړې ده.

هغوی د عادلانه څېړنو غوښتونکې وو. د وحید افکاري مور له قضایه قوې غوښتي وو چې په یوه عادلانه محکمه کې یې د زامنو دوسیه وڅېړل شي.

د افکاري وروڼو د دوسیې په اړه

  • د نوید افکاري د وروڼو دوسې ته غبرګونونه
  • د نوید افکاري اړیکه له کورنۍ سره : شکنجه شوی یم
  • د افکاري وروڼو مور: زامن مې شکنجه شوي چې د یو بل په وړاندې شهادت ورکړي او یو یې ځان وژنه وکړه.
  • د افکاري د کورنۍ وکیل: درې زنداني وروڼه نا مالوم ځای ته وړل شوي
  • ایرانی غېږ نیوونکی دوه ځله په اعدام محکوم شوی
  • د امریکا ولسمشر ټرمپ د ایران له مشرانو غوښتي وو چې نوید افکاري اعدام نه کړي