بریتانیا د کورونا وېروس ضد فایزر-بیونټیک واکسین کارول تایید کړل

په بریتانیا کې د درملو تنظیموونکې او روغتیايي تولیداتو ادارې ویلي، د فایزر-بیونټیک واکسین کارول به په پراخه کچه پیل کړي. د کووېډ-۱۹ دا واکسین کولی شي "۹۰ سلنه خلکو ته خونديتوب ورکړي".

دا واکسین به لومړی هغو کسانو ته ورکړل شي چې لومړیتوب کې راځي.

بریتانیا لا له وړاندې د ۴۰ میلیون ډوز واکسین ترلاسه کولو امر کړی و، چې د ۲۰ میلیون کسانو لپاره کفایت کوي.

ژر به ۱۰ میلیون ډوزه چمتو شي، چې په لومړي پړاو کې به برتانیا ته راتلونکو ورځو کې ۸۰۰۰۰۰ ډوزه راوړل شي.

د نومبر لومړیو کې اعلان وشو چې، ابتدايي شننې ښيي د کورونا وېروس پر ضد لومړنی واکسین کولی شي تر ۹۰سلنه ډېر خلک له کوویډ ۱۹ ناروغۍ خوندي وساتي.

دا واکسین د امریکا په متحده ایالتونو، جرمني، برازیل، ارجنټاین، جنوبي افریقا او ترکیه کې آزمویل شوی.

د دې واکسین جوړوونکو کمپنیو Pfizer and BioNTech ویلي چې دا پرمختګ "د ساینس او انسانیت" په ډګر کې ستره ورځ ده".

د دوی واکسین په شپږو هېوادونو کې پر ۴۳۵۰۰ کسانو آزمویل شوی چې هېڅ ډول اندېښنه په کې نه ده لیدل شوې.

دا مهال د کورونا وېروس ضد نژدې دولس واکسینونه د جوړېدو په حال کې دي اووروستيو پړاوونو ته رسېدلي، خو دا لومړنی واکسین دی چې له پایلو سره رامخته کېږي.

د واکسین دوه خوراکه یا ډوزه اخیستل کېږي چې په منځ کې یې باید درې اوونۍ واټن وي، او د دوا جوړونې شرکتونه وايي چې د دوهم خوراک له اخیستو یوه اوونۍ وروسته یو کس د کورونا وېروس پر وړاندې خوندي وي.