تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانوي کارپوهان: د کورونا وېروس لپاره مو ارزان بیه درمل موندلي
بریتانوي کارپوهان وايي، ډېکسا مېټازون (dexamethasone) نومي ارزان بیه درمل چې په پراخه کچه موندل کېږي، د کورونا وېروس سختو ناروغانو په ژوند ژغورلو کې مرسته کولای شي. ماهرین زیاتوي کمې کچې سټرائیډ لرونکي دغه درمل له کورونا وېروس سره مبارزه کې 'یو مهم پرمختګ دی. '
ویل کېږي د هغو ناروغانو مړینې کچه چې په مصنوعي توګه تنفس ورکول کېږي، له دې درملو سره یو په درېیمه برخه کمېږي.
کارپوهان وايي، که په برتانیا کې د کورونا وېروس خپریدو له لومړي سره دغه درمل کارول شوي وای، کېدای شي تر ۵۰۰۰ زره پورې کسانو ژوند ژغورل شوی وای.
دوی زیاتوي، دغه درمل چې بیه یې ټیټه ده، په بېوزله هېوادونو کې هم د ډېرېدونکي شمېر ناروغانو په درملنه کې مرسته کولای شي.
په یوه څېړنه کې چې مشري یې د اکسفورډ پوهنتون ماهرینو کړې دغه درمل پر ۲۰۰۰ کسانو ازمایل شوي، او پایلې له هغو نورو ۴۰۰۰ ناروغانو سره پرتله شوې دي چې دغه درمل نه وو ورکړل شوي.
د څېړونکو د ډلې مشر پروفیسر پېټر هوربې وايي:
''دا تر اوسه یوازیني درمل دي چې کارولو سره یې د مړینې کچه کمه شوې ده او په څرګند ډول یې کمه کړې ده، دا خورا مهم پرمختګ دی. ''
دغه درمل له مخکې په ځینو نورو التهابي حالتونو کې کارول کېږي او داسې ښکاري چې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ په څېر داسې حالت کې چې د بدن دفاعي قوت کمېږي، دا درمل مرسته کوي.
د نړۍ کې د کورونا وېروس وروستی وضعیت:
بل لور ته د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې نړۍ کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له اتیا لکو یا اتو میلیونو او پنځلس زرو واوښت.
د شمېرو له مخې امریکا، برازیل، روس او هند د کورونا ځپلو هېوادونو په سر کې دي.
د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله په نړۍ کې څلور لکه ۳۶ زره ۳۱۹ کسان مړه شوي دي.
کورونا تر ټولو ډېره امریکا سخته ځپلې چې پکې دوه میلیونه یو لک او دیارلس نیم زره کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته دي.
په دغه هېواد کې له دې ناروغۍ یو لک ۱۶ زره ۱۲۲ کسان مړه شوي دي.
له امریکا وروسته برازیل دویم ځای لري چې اته لکه ۸۸ زره ۲۷۱ کسان یې کورونا وېروس نیولي او پکې نږدې ۴۴ زره کسان له دې وېروس مړه شوي دي.
روسیه کې هم پنځه لکه ۳۶ زره شاوخوا کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته او څه باندې اوه زره ترې مړه شوي دي.
کورونا وېروس د ۲۰۱۹ کال ډیسمبر کې د چین ووهان ښار کې پیدا او وروسته دغه هېواد او بیا نړۍ ته خپور شو.
چین وایي، دغه هېواد کې له کورونا ۴۶۳۴ کسان مړه شوي، خو د دې شمېرو په هکله شکونه هم شته.