جو بایډن د کورونا وېروس کابو کولو لپاره کاري ډله اعلان کړه

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالي بلل شوي نوماند جو بایډن په دې هېواد کې د کورونا وېروس د کابو کولو لپاره خپله دیارلس کسیزه کاري ډله اعلان کړې ده. په دې ډله کې درې مشران او لس عادي غړي شامل دي.

د کووېډ-۱۹ وبا کابو کول او امریکایي وګړو لپاره د کورونا ضد واکسین چمتو کول هغه ژمنې وې چې ښاغلي بایډن د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال کړې وې.

دا دیارلس کسیزه کاري ډله به د امریکا نوي ولسمشر او حکومت ته د کورونا وېروس ضد مبارزې برخه کې سلا مشورې ورکوي او د کابو کولو پر پلانونو به یې کار کوي.

د یادې ډلې په درېیو مشرانو کې یو هم ویوېک مورتي دی، څوک چې په ۲۰۱۴ کال کې د پخواني ولسمشر باراک اوباما په واکمنۍ کې د امریکا د عامې روغتیا ملي ادارې مشر و، خو وروسته په ۲۰۱۷ کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا له دندې ګوښه کړل شو.

جو بایډن ویلي، کاري ډله به یې د ساینس پوهانو او د عامې روغتیا کارپوهانو نظر او مشورې ته غوږ ږدي.

د یادولو ده چې د کورونا وېروس په اړه د اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ډېری څرګندونې د کارپوهانو او ان د ده خپلو سلاکارانو له نظرونو سره په ټکر کې وې.

د کورونا ضد مبارزه د بایډن لپاره لومړیتوب دی

د کورونا وېروس ضد کاري ډلې له اعلان وړاندې د ښاغلي بایدڼ دفتر ویلي وو، په ټاکنو کې له بریا وروسته به یې له کورونا وېروس سره مبارزه د کارونو په لومړیتوب کې وي.

د جو بایډن ډله وايي، چې لا ډېرو ازموینو ته اړتیا ده او له امریکایانو یې د ماسکونو اچولو غوښتنه کړې ده.

همدا راز تمه کېږي چې جو بایډن به د امریکا پر اقتصاد، توکمپالنې له منځه وړلو او د اقلیم بدلون پر مسلو خپلې هڅې ورټولې کړي.

خو ټرمپ لا هم ټاکنو کې ماته نه ده منلې

په ورته وخت کې اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د ټاکنو د پایلو تر اعلانېدا وروسته یې ښکاره خپل غبرګون نه دی ښودلی، په ځینو ټویټونو کې یوځل بیا ټاکنو کې د د درغلیو په اړه ادعاوې کړې او وایي، "غله چې هرځای توانېدلي رایې یې غلا کړې دي."

ښاغلي ټرمپ تر اوسه خپله ماته نه ده منلې خو جو بایډن د لومړنیو پایلو له مخې ګټونکی اعلان شوی دی، مګر د ځینو رایو شمېرل دوام لري.

ښاغلی بایډن به رسماً د جنورۍ پر شلمه نېټه له لوړې کولو وروسته واک ترلاسه کوي، خو وار د مخه یې پر ځینو مسلو پلان جوړول او کار پیل کړي.

ویل کېږي چې جو بایډن یولړ اجراییوي اوامرو صادرولو ته ځان چمتو کوي، چې ځینې یې د ټرمپ په اداره کې له لانجو ډک هم وو.

د امریکايي رسنیو له خولې:

  • بایډن به د پاریسد اقلیم بدلون له هوکړې سره یوځای شي، چې امریکا د تېرې چارشنبې په ورځ په رسمي توګه ترې وتلې وه.
  • د روغتیا له نړیوال سازمان د وتلو پرېکړه به بېرته لغوه کړي.
  • د هغو اوو هېوادونو پر وګړو به د سفر بندیزونه پای ته ورسوي، چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي.
  • د اوباما د واکمنۍ هغه تګلاره به بېرته راژوندۍ کړي چې ناثبت شویو کډوالو ته یې په داسې حال کې چې ماشومتوب کې امریکا ته کډه شوي وو، د "کډوالۍ" حیثیت ورکړی و.

جو بایډن د منتخب ولسمشر په توګه د شنبې په ورځ خپله لومړنۍ وینا کې وویل، اوس د امریکا د ټپونو درمللو او یوموټی کېدو وخت رارسېدلی. ده د ټرمپ ملاتړو ته په مستقیم خطاب کې وویل: "باید له خپلو سیاسي سیالانو سره د دوښمنانو په څېر معامله ودروو."

بایډن او مرستیالې کماله هرېس د واک د لېږد لپاره خپلې کاري ډلې ته یوه وېبپاڼه هم جوړه کړې ده.

د کورونا ضد مبارزه کې د بایډن پلان څه دی؟

منتخب ولسمشر ژمنه وکړه چې له کورونا وېروس سره د سپینې ماڼۍ د معاملې لاره کې به لوی بدلون راولي، حال دا چې ټرمپ د کورونا خطر کم بللی و.

د بایډن ډله وايي، ټولو امریکایانو ته به د کورونا وېروس منظمه او وړیا ازموینه برابره کړي.

بایډن غواړي په ټول هېواد کې د ماسک اچولو اجباري کړي، چې وايي یو ماسک اچول زرګونه انسانان له مرګه ژغورلی شي.

ده ویلي، هر امریکایی چې له کوره وځي باید ماسک ولري او له چارواکو یې هم غوښتنه دا ده چې دا کار اجباري کړي.

منتخب ولسمشر هم په عامه ځایونو کې په داسې حال کې لیدل کېږي چې ماسک یې اغوستی وي، خو ټرمپ به ډېر کله له ماسک اچولو ډډه کوله.

په امریکا کې د تېرې شنبې په ورځ پرله پسې درې ورځې د کورونا وبا ۱۲۵ زره نوې پېښې ثبت شوې وې او د مړو شویو کسانو شمېر په ورځ کې تر زرو کسانو اوښتی و چې تر اوسه په امریکا کې دې وبا تر ۲۳۷ زرو ډېر کسان وژلي دي.