یوه سړي د مکې مسجد الحرام پر دروازه موټر جنګولی
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په سعودي عربستان کې هغه سړی نیول شوی چې خپل ګاډی یې مکه کې د مسجد الحرام پر یوه دروازه ورجنګولی دی.
دې سړي په ډېره چټکۍ خپل موټر له دوو امنیتي موانعو تېر کړی چې بالاخره مسجد الحرام ته پر یوه ننوتونکې دروازه لګېدلی او درېدلی دی.
دا پېښه تېره شپه په ځايي وخت شاوخوا لس بجې شوې ده.
امنیتي ځواکونو دا کس نیولی او موټر یې له صحنې ایستلی دی.
د مکې ښار د شورا یوه ویاند ویلي، یاد کس د سعودي دی چې په پېښه کې هېڅوک نه دي خوږ شوي.
پر خواله رسنیو ځینې انځورونه خپاره شوي، چې یو سړی د خوب جامو کې لیدل کېږي.
تر اوسه د پېښې په اړه څېړنې روانې دي. ځايي چارواکو ویلي، دا کس په عادي حالت کې نه و، خو نور وضاحت یې نه دی ورکړی.
د عربستان "قرآن" تلوېزیون د پېښې پرمهال او بیا وروسته د مسجد الحرام د ننه وېډیوګانې مستقیمې خپرولې.
د روانې میاشتې لومړیو کې د کورونا وېروس له کبله مسجد الحرام له ۷ میاشتني بند وروسته بېرته د عمره کوونکو پرمخ پرانیستل شو.
په وروستیو کې سعودي عربستان زرګونو عمره کوونکو ته اجازه ورکړه چې مکه کې مسجد الحرام ته ولاړ او عمره وکړي.
لمونځ کوونکو ته ویل شوي چې ارومرو ماسک ولري، ټولنیز واټن مراعات کړي. هلته هره ورځ مسجد الحرام په میکروب ضد مایعو مینځل کېږي. یوه سړي د مکې مسجد الحرام پر دروازه موټر جنګولی









