"سعودي د کم عمره مجرمانو اعدام ختموي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودي د انساني حقونو کمېسون وایي، دغه هېواد به له دې وروسته هغو کسانو ته د اعدام سزا نه ور کوي چې په کم عمر یې جرم کړی وي.
دا کمېسون د پاچا سلمان د فرمان په استناد دا خبره کوي او له دې اعلان دوه ورځې مخکې سعودي وویل، دورې وهل منع کوي.
د ماشومانو د حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کنوانسیون- چې ریاض هم لاسلیک کړی دی- وايي کم عمره مجرمان باید اعدام نه شي.
فعالان وايي، سعودي نړۍ کې د انساني حقونو له پلوه یو تر ټولو بد ریکارډ لري.
دوی وايي، د بیان ازادي بېخي ډېره محدوده ده او پر حکومت نیوکګر د دوی په وینا، په نارسمي ډول نیول کېږي.
د بښنې نړیواله اداره وايي، سعودي پر ۲۰۱۹ کال ۱۸۴ کسان اعدام کړي دي.
د دې ادارې د تېرې اونۍ رپوټ کې راغلي چې په دوی کې یو داسې سړی اعدام شوی چې په کم عمر یې جرم کړی و.
د سعودي د انساني حقونو د کمېسون مشر عواد العواد په یوه بیان کې د یکشنبې په ورځ وویل، د شاهي حکم له مخې د هغو کسانو لپاره چې په کم عمر یې جرم کړی وي، د اعدام سزا په لږ تر لږه لس کلن بند بدله شوه، چې د ځلموټو د بندي ساتلو مرکز کې به یې تېروي.
نوموړی زیاتوی: "دا فرمان له موږ سره په لا عصري جزا قانون جوړولو کې مرسته کوي".
خو دا پرېکړه په رسنیو راغلې نه ده او لا هم روښانه نه ده چې کله به پلې کېږي.
سره له دې چې سعودي د انساني حقونو برخه کې ځینې بدلونونه را وستي، خو پر ۲۰۱۸ کال د ترکیې په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ کې د خبریال جمال خاشقجي وژلو او د ډېرو انساني حقونو او ښځو حقونو د فعالانو بندي ساتلو سره یې لا هم دې برخه کې ریکارډ تر کره ارزونې لاندې دی.
د روانې اونۍ لومړیو کې د سعودي د انساني حقونو یو وتلی فعال د مغزي سکتې له امله په بند کې مړ شو او فعالان یې د مړینې لامل د چارواکو نه پاملرنه بولي.








