د مکې معظمې حرم تر پاککارۍ وروسته بېرته پرانیستل شوی

د عکس سرچینه، AFP
پر خواله رسنیو د مکې مکرمې او مدینې منورې د حرم هغه انځورونه ډېر لاس په لاس شوي، چې د پاککارۍ او وېروس د خپرېدو مخنیوي د تدبیرونو لپاره یې د طواف کوونکو او لمونځ کوونکو پر مخ تړلي وو.
سعودي چارواکو د پنجشنبې په ورځ د مکي او مدني حرمونو د تړل کېدو خبر خپور کړی و، خو د جماعت لمونځونو پرمهال به پرانیستي وي.
د کعبې شاوخوا د طراف سیمه هم بنده کړل شوې، د صفا او مروا ترمنځ د سعې (مسعی) هم تړل شوې او یوازې د لمانځه ځایونه هغه ۰ هم د جماعت پر مهال پرانیستي وو.
سعودي چارواکو د حرم دننه اعتکاف هم بند کړی او هلته د خوړو یا څښاک وړل هم منع شوي.

د عکس سرچینه، AFP
د سعودي خبري اژانس "واس" ویلي، دا اجرآت د کورونا وېروس له خپرېدو وروسته، د روغتیايي تدبیرونو یوه برخه ده.
د سعودي روغتیا وزارت ویلي، له ایران او کویت نه د سعودیانو تر ستنېدا وروسته د کورونا وېروس درې نورې پېښې ثبت شوې دي، چې په دې هېواد کې د کورونا ټول ټال مثبت پېښې ۵ ته رسېدلې دي.

د عکس سرچینه، SM VIRAL POST
په ځینو خپرو شویو انځورونو کې له لسیزو وروسته لومړی ځل مکي حرم کې خلک نه لیدل کېږي.
په ۱۹۷۹ کال هم له حرم څخه عبادت کوونکي وروسته تر هغه وایستل شول، چې د سلفي ډلې د مشر جهیمان العتیبي ۲۰۰ پلویان مکي حرم ته ننوتل او د وسلو په زور په حرم کې ځای پرځای شول.
هر کال شاوخوا ۸ میلیون مسلمانان د عمرې لپاره سعودي عربستان ته ځي.

د عکس سرچینه، ABDEL GHANI BASHIR
اوس پوښتنه دا ده چې ایا د حج پر مراسمو او په نړۍ کې د مسلمانانو پر ګډون به د سعودي دا وقایوي اجرآت اغېز وکړي؟
اقتصادي کارپوهان وايي، دا وقایوي اجرآت د سعودي پر اقتصاد منفي اغېز کولی شي. سعودي هر کال د حج له برکته د ۲۰ تر ۴۰ میلیارد ریال (۵ تر ۱۰ میلیارد ډالره) ګټه کوي.
سعودي عربستان هیله ښيي چې د مذهبي ځایونو د پراختیايي پروژو په بشپړېدو به، تر ۲۰۳۰ کال پورې سعودي د شپږ میلیونه حج کوونکو او ۳۰ میلیون عمره کوونکو د کوربتوب وړتیا ولري.
اټکل کېږي چې سعودي به دې هدف ته په رسېدو هرکال د حج او عمرې له برکته ۵۰ میلیارد ډالر عواید ولري.
.






















