کورونا وېروس: سعودي عرب له هنده پر ورتلونکو الوتنو بندیز ولګاه

السعودیه

د عکس سرچینه، Getty Images

سعودي عرب چارواکو په هند کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر له ډېرېدو وروسته خپل هېواد ته د هندي الوتکو پر ورتګ بندیز لګولی. سعودي چارواکي دې لړ کې د ارجنټاین او برازیل الوتکو ته هم له دې وروسته اجازه نه ورکوي، چې دغه هېواد ته مسافر ولېږدوي.

د سعودي عرب له لوري په یوه رسمي اعلامیه کې ویل شوي، چې له هند، برازیل او ارجنټاینه راتلونکې الوتنې لغو شوې دي.

دغه بندیز کې هغه ټول مسافر راځي چې سعودي ته له پلان شوي احتمالي سفره ۱۴ مخکې پورې په هغه هېواد کې مېشت وو، خو پر حکومتي بلنه سفر کوونکي په دې بندیز کې شامل نه دي.

په سعودي عرب او متحدو عربي اماراتو کې خورا لوی شمېر هندیان اوسي. بل لور ته په هند کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۹۰ زره کسانو اوښتی دی.

په دغه هېواد کې د کوویډ - ۱۹ ثبت شویو ناروغانو شمېر ۵۶۴۶۰۱۱ کسانو ته رسېدلی دی. تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هند کې د ۸۳۳۴۷ نویو ناروغانو نومونه ثبت شوي او ۱۰۸۵ کسان له همدې کبله مړه شوي دي.

سعودي تر کابو اوه میاشتني ځنډ وروسته د عمرې اجازه ورکوي

سعودي چارواکو سږ کال د کورونا وبا له کبله د حاجیانو شمېر پاموړ راکم کړی و.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سعودي چارواکو سږ کال د کورونا وبا له کبله د حاجیانو شمېر پاموړ راکم کړی و.

سعودي چارواکي سعودیانو او په دې هېواد کې مېشتو بهرنیو وګړو ته د اکتوبر میاشتې له ۴مې د عمرې ادا کولو اجازه ورکوي. د کورونا وبا د خپرېډو له وېرې کابو اوه میاشتې سعودي عربستان عمره بنده کړې وه.

د سعودي رسمي خبري اژانس (واس) ویلي، د عمرې ادا کولو اجازه به په څلورو پړاوونو کې بشپړه شي.

د اکتوبر له ۴مې به په سعودي کې مېشتو بهرنیانو او سعودیانو ته دورځې شپږو زرو کسانو ته د عمرې ادا کولو اجازه ورکول کېږي.

د اکتوبر تر ۱۸ مې به په مسجد الحرام کې د ظرفیت له اړخه ۳۰ سلنه عمره کوونکو ته اجازه ورکول کېږي او تر هغه وروسته به دا کچه ۷۵ سلنې ته ورسېږي، په دې معنا چې د ورځې به ۱۵ زره کسان عمره کولی شي.

د نومبر میاشتې له پیلېدا سره به، سعودي د ځینو مشخصو هېوادونو وګړو ته د عمرې اجازه ورکړي، چې د ورځې عمره کوونکو شمېر به ۲۰ زرو ته ورسېږي.

کله چې سعودي چارواکو د کورونا وبا د خطر ختمېدو په اړه پرېکړه وکړي، په سعودي کې مېشتو او دغه هېواد ته له بهر ورتلونکو وګړو ته به د عمرې اداکولو ظرفیت ته په کتلو سل په سلو کې اجازه ورکړي.

تېر کال کابو ۱۹ میلیون کسانو عمره کړې ده، خو سعودي د تېر کال مارچ میاشت کې د کورونا وبا له کبله عمره وځنډوله.

حج

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په تېرو کلونو کې هر کال د نړۍ له لر و بره کابو ۳ میلیون کسان سعودي عربستان ته د حج لپاره تلل

سعودي چارواکو سږ کال په هېواد کې د څو زره سعودیانو او هلته د بهرنیو مېشتو وګړو لپاره د حج مراسم چمتو کړي و، خو د حج د تېرو کلونو مراسمو کې کابو ۳ میلیون کسانو ګډون کړی دی.

رسمي شمېرې ښيي، چې حج او عمره سعودي عربستان ته شاوخوا ۱۲ میلیارد ډالر عاید لري.

د سې شنبې په ورځ، په سعودي عربستان کې د کورونا وېروس ثبت شوې شمېرې ۳۳۰۷۹۸ ته ورسېدې او د کورونا له پیل راهیسې هلته ۴۵۴۲ کسان مړه شوي دي.