سعودي کې د حج مراسم پیل شول؛ د ګډونوالو شمېر کم او روغتیایي تدابیر نیول شوي

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

د سعودي عربستان په مکه کې د حج فریضي مراسم پیل شوي، خو د کورونا وېروس د خپرېدو له وېرې پکې سږ کال د نورو کلونو پرتله د زیارت کوونکو شمېر پاموړ کم شوی دی.

د حج په مراسمو کې هر کال له ټولې نړۍ تر دوو میلیونو کسان برخه اخلي، خو سږ کال پکې یوازې لس زره سعوديانو ته د ګډون اجازه ور کړل شوې ده.

زیارت کوونکي باید د مراسمو پر مهال ماسکونه واغوندي، په کعبې شریفې لاس ونه لګوي او یو له بله ټولنیز واټن مراعت کړي.

سعودي عربستان د حج ورځو کې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د سږ کال روغتیایي تګلاره وړاندې کړې ده.

په دغه تګلاره کې عمومي ځایونه، زیارتونه، د استوګنې ځایونه، تلل راتلل او سلماني (نایي) باید د خلکو د خوندیتابه لپاره ځانګړي تدابیر پیلي کړي.

دا په معاصره دوره کې لومړی ځل دی چې د حج مراسم بهرني ګډونوال نه لري. سعودي عربستان هر کال څو میلیونه حاجیانو ته چمتووالی نیسي، خو سږ کال یواځې لس زره کسان کولی شي د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

mecca

د عکس سرچینه، Reuters

د سږ کال حج به څنګه وي؟

سږ کال د حج د مراسمو ټول ګډونوال باید ماسکونه ولري او خپلو منځو کې دوه متره واټن په پام کې ونیسي او هېڅ ډول توکي باید له یو بل سره شریک نه کړي.

د اودسونو ځایونه به ډېر شي او د هرو دوو اودس کوونکو ترمنځ به یو نیم متر واټن وي.

کار کوونکي او استوګن باید ماسکونه ولري او مېلمانه کولی شي یوازې په خپلو کوټو کې ماسکونه لرې کړي او پر هغو توکو یا وسایلو چې دوی ورته لاسرسی لري او کېدای شي کورونا ور انتقال کړي باید میکروب ضد دوا وکارول شي.

ریاض

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، عربستان له دریو اونیو وړاندې د کرونا بندیزونه کم کړي ، په ریاض کې کورنۍ

استوګنځایونه

کارکوونکي او اوسېدونکي باید ماسکونه ولري ، مېلمه کولای شي یوازې په خپلو کوټو کې ماسکونه لرې کړي. او هغه وسایل یا لوښي چې دوی ورسره په تماس کې دي په مکروب ضد دوا دې ومینځل شي.

د خوړلو لوښي

اوبه او د زمزم اوبه په یوځل مصرفي لوښو کې باید وڅښل شي او ټول نور یخچالونه غیر فعال دي.

خواړه په بسته بندي او چمتو ډول ټولو حاجیانو ته وېشل کېږي.

په ټولو لوښو باید د میکروب ضد دوا ووهل شي او ټولو ګډونوالو ته د ځانګړو تګلارو لارښوونه وشي چې له یوبل سره ډېر نېدې پاتې نه شي.

مکه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د قدر په شپو کې عبادتونه

تګ راتګ

د حج د مراسو هر ګډونوال لپاره ځانګړی بس په نظر کې نیول شوی او حاجییان نه شي کولای په بس کې ودرېږي، تر څو ټاکل شوی واټن په پام کې ونیول شي.

په هر بس کې باید د بس د معمولي شمېر نیمه برخه حاجیان وي او د میکروب ضد وسایل او کاغذي لاسپاکونه د حاجیانو لپاره نورې اسانتیاوې ګڼل کېږي. د تللو او راتلوو دروازې باید مالومې وي.

منا و عرفات

په منا او عرفات مراسمو کې ټول حاجیان باید ماسک ولري، یو نیم متر واټن په پام کې ونیول شي او حاجیان په ټاکلو ځایونو کې ودریږي. په هر پنځوس متره مربعه ځمکه باید له لسو زرو حاجیانو ډېر ناسته ونه کړي.

مکه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سعودي عربستان د ۹۸ کال حوت میاشت کې عمرې حج او نبوي مسجد ته د بهرنیو حاجیانو پر ورتګ بندیز ولګاوه له هغې یوه اونۍ وروسته د داخلي حاجیانو پر مخ د عمرې د حج دروازه هم وتړل شوه

د شیطانانو ویشتل

هر ګډونوال ته به کوچنۍ تیږي په پوښونو کې ورکول کیږي واټن به په پام کې نیول کیږي او له پنځوسو کسانو ډېر به همهاله تیږه نه غورځوي.

د حج په ټولو مراسمو کې به کاغذي دستمالونه او د میکروب ضد دوا په کافي اندازه موجوده وي

د کعبې طواف

مسجد الحرام ته ورننوتل او وتل به په جلا لارو کیږي، د سپارښتنو سره سم به یو نیم متر واټن په پام کې ونیول شي.

د حجرالاسود ښکلولو ته اجازه نه ورکول کیږي او کبعې ته د ورنژدې کېدو د مخنیوي لپاره به موانع ولګول شي. د واټن په پام کې نیولو لپاره به ځانګړی ځایونه ټاکل کیږي ترڅو هلته حاجیان ودریږي.

هلته موظف شوی مامورین به کوښښ وکړي چې ټاکل شوي مقررات پلي کړي.

مکې ته د خوړو راوړل او په ازاد چاپېریال کې د خوړو خوړلو باندې هم بندیږ لګول شوی او حاجیان د زم زم اوبو لپاره خپل لوښي نه شي کارولی.