دوې خوېندې چې د جنسیت له بدلون وروسته دوه وروڼه شول

د عکس سرچینه، SURGEON AMJAD CHOUDHRY
- Author, محمد زبیر
- دنده, خبریال
''زه له اسلام اباده ګجرات ته د هلک په توګه راغلم او ډېر خوښ یم. له ماشومتوبه مې د نجونو کالي خوښ نه وو، ټول خویونه مې د هلکانو ول. اوس مې اووه خوېندې د دوو وروڼو له موندلو وروسته ډېرې خوښې دي او ورور مې هم خوښ دي. ''
دا خبرې د پاکستان پنجاب ایالت ګجرات سیمې اوسېدونکي ولید عابد کړې، چې د جنسیت بدلون له جراحي عملیاتو مخکې بشرا عابد بلل کېده.
بل کشر ورور یې اوس مراد عابد نومېږي، چې مخکې وافیه عابد بلل کېده.
د ولید او مراد مور، پلار په ۱۹۹۳ کال کې واده کړی او پرلپسې یې نهه لوڼه وزېږېدې، خو د دوو لوڼو له جنیست بدلون وروسته یې اوس دوه زامن او اووه لوڼې دي.
د دواړو خوېندو د جنسیت بدلون چارې د پلازمېنې اسلام اباد په پاکستان انسټیټوټ اف مډیکل ساینسز کې د ۱۲ جراحانو ډلې مشر ډاکتر امجد چودري تر سره کړي.
ډاکتر چودري وايي، د دواړو وروڼو ځانګړي عملیات شوي، هر عملیات شپږ ساعته وخت ونیو، چې بېلا بېلو ډاکترانو پکې برخه درلوده.
ډاکتر چودري په خبره دوی له دې مخکې هم د جنسیت بدلون جراحي عملیات کړي، خو په وینا یې دا قضیه ځکه ځانګړې ده، چې دوی تر اوسه د دوو خوېندو یا وروڼو د جنسیت بدلون لپاره جراحي عملیات نه دي کړي.
د اکتوبر پر ۲۱ مه دواړو وروڼو ته اجازه ورکړل شوې، چې له روغتونه کور ته لاړ شي.
د پاکستان ایبټ اباد سیمې ایوب روغتون ډاکتر جنید بیا په دې هکله وايي:
''د زېږدېدو پر مهال د ځینې ماشومانو جنسیت څرګند نه وي او لامل یې دا وي، چې جنسي غړي یې په بشپړ ډول څرګنده بڼه نه غوره کوي. په داسې ماشومانو کې که د دواړو جنسیتونو ځانګړنې وي او دوی د ټیييکل جینیټیلیا ښکار کېدای شي. ''

د عکس سرچینه، SURGEON AMJAD CHOUDHRY
ډاکتر امجد چودري وايي، دغه حالت اوس د درملنې وړ دی، چې په وینا د دې دواړو وروڼو قضیه یې بېلګه ده:
''دوی دواړه په ظاهره نجونې وې، خو د ښځو هېڅ ځانګړنې یې نه درلودې ان ځانګړي عمر ته له رسېدو وروسته یې د ښځو میاشتنی عادت هم نه درلود او له معایناتو وروسته معلومه شوه، چې په ايټيپیکل جنیټیلیا اخته دي، د جنسیت بدلون عملیاتو ته اړتیا لري. د دې عملیاتو پایله کې د داسې کسانو جنسي غړو ته سمه بڼه ورکول کېږي. ''
ډاکتر چودري وايي، مخکې یې هم دغه ډول عملیات کړي دي، او ډېری کسان ډاډه ژوند تېروي، خو په وینا یې د دغسې جراحي عملیاتو پرېکړه کول د ناروغ په خپله خوښه پورې اړه لري.
نوموړی زیاتوي، له عملیاتو مخکې او وروسته هم درملنې ته اړتیا شته، چې په خبره یې رواني معاینات او سلا مشوره پکې شامل دي.
ماهرین وايي، دغه راز له عملیاتو وروسته د څه مودې لپاره ناروغ ته په بدن کې د هارمون تولید لپاره ځانګړي درمل ورکول کېږي.








