د قره باغ جګړه؛ اذربایجان: پر ګنجه ښار توغندیو ۱۳ کسان وژلي

د اذربایجان چارواکو ویلي، ددغه هېواد پر دویم لوی ښار ګنجه توغندیزو بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

دوی وايي، توغندي پر یوه استوګنیزه ودانۍ لګېدلي دي.

په مقابل کې اذربایجاني ځواکونو د قره باغ پر مرکز ستیپاناکرت او ځینو نورو ښارونو بریدونه کړي چې ځینې کسان پکې وژل شوي او ټپیان دي.

رپوټونه وايي، په دې بریدونو کې لس کسان وژل شوي. ګنجه ښار کې تر ۳۰۰ زرو ډېر وګړي اوسېږي.

دا په یوه اونۍ کې پر ګنجه ښار دویم برید دی.

په ستيپاناکرت ښار کې شاوخوا ۵۵ زره وګړي اوسېږي، چې د اذربایجان د بمباریو له کبله کابو ټول ښار تش شوی دی.

ارمینیا او اذربایجان یو پر بل د بریدونو پیلولو تورونه لګوي.

د روسیې په منځګړیتوب دواړو هېوادونو د لنډمهالي اوربند هوکړه لاسلیک کړې وه، خو دا هوکړه عملي نه شوه او ژر بیا نښتې پیل شوې.

دواړه هېوادونه مقابل لوری د نوې جبهې په جوړولو تورنوي.

اذربایجان ادعا کوي چې ارمینیا پر نخجوان برید کړی، خو د ارمینیا دفاع وزارت یې په مقابل کې ویلي چې پخپله خاوره کې یې د اذربایجان یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.

د لانجمنې قره باغ سیمې پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه کې سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه وګړي له خپلو کورونو وتلو ته اړایستل شوي دي.