اذربایجان او ارمنستان په شخړمنه قره‌باغ سیمه پوځي نښته کړې

د اذربایجان او ارمنستان پوځي ځواکونه په شخړمنه قره‌باغ سیمه کې نښته کړې ده. دواړه هېوادونه وايي، د دواړو خواوو په نښته کې ولسي وګړي وژل شوي دي. د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان ویلي، اذربایجان بمبار کړی او ارمني ځواکونو د اذربایجان دوه چورلکې او درې بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

اذربایجان هم ویلي، ارمنستان نښته پیل کړې ده او پر لومړۍ کرښه یې درانه بریدونه کړي او اذري ځواکونو یواځې ځوابي بریدونه کړي.

په وروستیو څو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر شخړمنه سیمه قره‌باغ کې وخت - ناوخته بریدونه کېږي.

دوه میاشتې مخکې په سرحدي نښته کې لږترلږه ۱۶ کسان ووژل شول او د اذربایجان پلازمېنه باکو کې وروستیو کلونو کې لویې مظاهرې وشوې چې لاریونیانو له ارمنستان نه د نیول شویو سیمو لپاره د ټولو خلکو راوتلو غوښتنه کوله.

د ارمنستان دفاع وزارت وايي، لومړی ګهیځ مهال اذري ځواکونو نښته پیل کړې ده.

د ارمنستان دفاع وزارت وايي، "موږ به مناسب ځواب ورکړو او د اذربایجان پوځي او سیاسي مشرتابه د دې وضعیت رامنځته کېدو مسئول بولي."

د ارمنستان د دفاع وزارت ویاند دا هم ویلي، چې د اذربایجان په برید کې یوه مېرمن او بچی یې وژل شوي.

په ورته وخت کې د اذربایجان دفاع وزارت ویلي، په ځینو کلیو کې بریدونو زیانونه اړولي او ولسي وګړي وژل شوي.

اذربایجان وايي، یوه چورلکه یې ویشتل شوې ده، خو پکې ټول سپاره کسان ژغورل شوي، اما د ارمنستان ددفاعي ځواک ۱۲ ځایونه ویجاړ شوي دي.

دواړه هېوادونه د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدا پورې د پخواني شوروي برخه وه.

څلور لسیزې کېږي چې دوی پر شخړمنه قره‌باغ سیمه لانجې لري، چې له نړیوالو حقوقي اړخه دا سیمه د اذربایجان بلل شوې، خو کنټرول پرې د ارمني قومونو دی.

په ۲۰۱۶ کال په دې سیمه کې پوځي نښتې تر څلورو ورځو روانې وې.