هند کې پر ۱۹ کلنې ښځې ډله ییز جنسي تېری؛ دوې اوونۍ وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه

د عکس سرچینه، AFP
په هند کې یوې ۱۹ کلنې ښځې له ادعا سره سم د جنسي تېرې له یوې پېښې وروسته روغتون کې ساه ورکړه. ادعا کېږي چې پر دغې ټیټ ټولنیز حیثیت لرونکې 'دلت توکمې ' ښځې د معتبر قشر کسانو ډله ییز جنسي تېری کړی او په هېواد کې دغې پېښې ته پراخ غبرګون ښوول شوی دی.
دغه ښځه دوې اونې مخکې د پلازمېنې ډیلي په یوه روغتون کې داسې حال کې بستري شوې وه، چې خورا سخته ټپي وه.
پېښه د سپتمبر پر ۱۴ مه اترپردېش ایالت کې رامنځته شوې او په تړاو یې څلور کسان نیول شوي دي.
د ښځې له مړینې وروسته ګڼ شمېر هندیانو پر خواله رسنیو پېښې ته غبرګون څرګند کړی او د انصاف غوښتنه یې کړې ده.
پولیس وايي نیول شویو څلورو کسانو په څکولو (راکاږلو) دغه ښځه په هتراس سیمه کې یوې کروندې ته بیولې او له ادعا سره سم یې پرې جنسي تېری کړی دی.
د دغې ښځې ورور له بي بي سي هندي څانګې سره خبرو کې د خپلې خور مړینه تایید کړې او په وینا یې له پېښې لس ورځې وروسته هم هېڅوک نه وو نیول شوي. نوموړی وايي:
'' ۱۴ورځې هغه د مرګ او ژوند تر منځ حالت کې یوازې پاتې وه. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
دغې کورنۍ انډین ایکسپریس نومې ورځپاڼې ته ویلي، د تېري کوونکې ډلې مهم سړي تل په سیمه کې مېشت دلت توکمه ځورولي دي.
د ایالت اپوزېسیون ګوندونو دغه پېښه سخته غندلې ده.
د سې شنبې پر ورځ د ایالت مخکینۍ اعلی وزیرې مایاوتي چې خپله هم دلت توکمه ده، پر ټویټر ولیکل:
''حکومت باید د پېښې له ښکار شوې کورنۍ سره هر ډول شونې مرسته وکړي او په چټکه محاکمه کې مجرمانو ته د سزا ورکول باوري کړي. ''
یوه بل مخکیني اعلی وزیر اخلیش یادېو بیا پر حکومت تور پورې کړی، چې د ښځو پر ضد جرمونو ته 'حساسیت ' نه ښيي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دلت سیاستوال او مدني فعال چندر شېکهر ازاد، د اونۍ په پای کې د پېښې ښکار ښځې لیدو ته ورغلی و. د نوموړي ګوند د هېواد په کچه د احتجاج غږ کړی دی.
دلت قشر د هندوانو نه بخښونکي طبقاتي ټولنیز نظام له کبله چې دوی ته تر ټولو ټیټ حیثیت ورکوي، د هند له ډېرو محرومو اوسېدونکو دي.
په هند کې د دوی د خوندیتوب له قوانینو سره - سره د دلت توکمو پر ضد تبعیض چې شمېر یې نژدې ۲۰۰ میلیونه کسان اټکل شوی، ورځنی معمول بلل کېږي.
پر ټویټر د دغې ښځې له مړینې وروسته د 'هېره شوې نیربهایا ' په نامه هشټګ خورا ډېر لاس پر لاسه کېږي.
دا په ۲۰۱۲ کال کې د پلازمېنې ډیلي د د ډله ییز جنسي تېري او وژنې هغې پېښې ته اشاره ده چې ټوله نړۍ یې وبوږنوله.
د فزیو تهراپي هغې ۲۳ کلنې محصلې ته هند رسنیو د نوم نه اخیستو قانوني شرط له کبله دا نوم ورکړی و، چې مانا یې زړوره ده.
د ۲۰۱۲ کال له هغې پېښې وروسته پراخ احتجاجونه وشول، د جنسي ځورونې او تېري پېښو ته توجه ډېره شوه او قوانینو کې بدلون راوستل شو، خو دې هر څه سره - سره هم د ښځو او نجونو پر ضد جرمونو کې کموال نه دی لیدل شوی.








