د کورونا ټول ټال تلفات "ښايي دوو میلیونو ته ورسېږي"

د عکس سرچینه، EPA
د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو چارو مشر خبرداری ورکړی چې د کورونا وېروس د کارنده واکسین تر جوړېدو ښايي له دې وبا د وژل شویو کسانو شمېر دوو میلیونو ته ورسېږي.
مایک ریان دا خبر درای هم ورکړی، که د کورونا وبا د مخنیوي لپاره نړیوالې هڅې سره همغږې نه شي، دا شمېره نوره هم ډېرېدای شي.
اوس مهال په ګرده نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر یو میلیونو ته نژدې شوی دی.
په چین کې د کورونا وېروس له راڅرګندېدو راهیسې تر اوسه نه میاشتې تېرېږي.
ښاغلي ریان اروپايان وهڅول چې له ځانه وپوښتي ایا د کورونا وبا لپاره یې جدي تدابیر نیولي دي.
دی وايي، لاهم وګړي باید خپلې ازموینې وکړي، ځانونه تجرید کړي، ټولنیز واټن مراعات او له ګڼې ګوڼې ځانونه وساتي، ماسکونه واچوي او لاسونه په منظم ډول ومینځي.
دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې اسپانیا کې چارواکو مادرید کې اته هغه سیمې وتړلې چې د کورونا پېښې پکې ډېرې شوې دي.
په دې هېواد کې محدودیتونه لا ډېر شوي او یوازې مادرید ښار کې نژدې دوه میلیونه کسان اوسېږي.
د فرانس سوېلي مارسیلیا ښار کې هم د شپې کلبونو، شرابخونو او خوړنځيو کارمنو د دوی د کارځایونو د بندېدو پرضد اعتراضونه کړي.
په برتانیا کې هم حکومت لا نور محدودیتونه لګولي.








