نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۳۰ میلیونو واوښت

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې وايي، نړۍ کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له دېرش میلیونو پورته شو.
تراوسه له دې وېروس ۹ لکه ۴۰ زره کسان مړه شوي دي.
امریکا، هند او برازیل کې تر نورو هېوادونو ډېر کسان په کورونا اخته او ترې مړه شوي دي، خو د دې وېروس تازه څپه اروپا کې پیل شوې ده.
د شمالي کورې ډېری هېوادونه د یخ موسم را رسېدو سره د کووېډ-۱۹ ناروغۍ دویمې څپې ته ځان تیاروي.
برتانیا کې حکومت د دې وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د بیا محدودیتونو پر لګولو فکر کوي.
له اروپا بهر اسراییل هم قرنطین او محدودیتونه بیا ولګول.
افریقا کې له یو مېلیون ډېر کسان په کورونا اخته شوي، خو دا رسمي شمېري دي او کره مالومه نه ده چې څومره کسان په دې لویه وچه کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته دي.
د رپوټونو له مخې د دې وېروس معاینې ډېرې کمې کېږي، ځکه پر اوسنیو شمېرو شک کېږي.
امریکا کې تر ټولو ډېر کسان په کورونا اخته شوي چې شمېر یې له شپږ میلیونو او شپږ لکو پورته شوی دی.
دغه هېواد کې یو لک ۹۷ زره کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.
خو له جولای راهیسې دې هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر کمېږي.
د اونۍ لومړیو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د جدي نه نیولو خبره رد کړه، هغه هم په داسې مهال چې یوه ریکارډ شوې مرکه کې یې دا خبره شته.
هند کې نن په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له پنځو میلیونو پورته شو او ورځانه دغه هېواد کې له ۹۰ زرو ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي.
تراوسه هند کې له کورونا تر اتیا زرو کسان مړه شوي دي.
برازیل کې هم حالت مناسب نه دی، دې هېواد کې تر څلور میلیونو او څلور لکو ډېر کسان په کورونا اخته شوي او یو لک ۳۴ زره ترې مړه شوي دي.
د لاتینې امریکا په ارجنټین او مکسیکو کې هم دا وېروس ډېر شوی دی.
د پنجشنبې په ورځ ارجنټین کې نږدې ۱۳ زره نوي کسان په کورونا اخته وبلل او دې سره په دغه هېواد کې په کووېډ-۱۹ ناروغان شپږ لکو ته ورسېدل.
مکسیکو کې هم له درې زرو ډېر کسان په دې وروس اخته شوي او د ټولو شمېر ور سره شپږ لکه ۸۰ زرو ته ورسېد.










