ټېک ټاک هغه ویډیو لېرې کوي چې یو سړی پکې ځان وژني

ویډیويي خواله رسنۍ ټېک ټاک هڅه کوي، هغه ویډیويي کلیپ لېرې کړي چې یو سړی پکې ځان وژني. دغه ویډیويي کلیپ لومړی پر فېسبوک خپور شوی او بیا پرانسټاګرام او ټویټر هم لاس پر لاس شوی دی.

ټېک ټاک په ځوان کول کې ډېر مینه وال لري او ډېری کسانو ویلي، د دغه ویډیويي کلیپ لیدو له کبله بوږنېدلي دي.

اوس ټېک ټاک وايي، هغه اکاونټونه یا حسابونه تړي چې دغه ډول کلیپونه پرلپسې خپروي. د ټېک ټاک یو استازی وايي:

''زموږ سیسټم پرلپسې دغه کلیپونه معلوموي او په نښه کوي یې چې ځانوژنه ښيي، ستاینه یې کوي او خلک ورته هڅوي او زموږ له پالیسۍ سرغړونه کوي. ''

نوموړي زیاته کړه:

''موږ د خپلو هغو همکارانو ستاینه کوو چې په هر ځای کې یې د دغسې ویډیوګانو معلومولو او نورو ته خبرداري کې یې مرسته کړې ده. ''

فېسبوک ادارې په تړاو بي بي سي ته وویل:

''موږ تېره میاشت په هماغه ورځ دغه ویډیو لېرې کړه، چې خپره شوې وه او له هغه راهیسې یې د خودکار فعالیت نظام په مرسته کاپيانې او پورته شوې بڼه لېرې کوو ''

د وېرې دوره

د اډنبرا اوسېدونکې برینډا بي بي سي ته وویل، د پنجشنبې پر ورځ یې ۱۴ کلنه لور په داسې حال کې له خونې راووته، چې سلګۍ یې وهلې:

''لکه پاڼه داسې رپېده، پرلپسې سلګۍ یې وهلې. داسې وضعیت کې مې هېڅکله نه وه لیدلې. په سخته یې خبره له خولې راوتله. ''

برینډا وايي، لور یې ځکه داسې وضعیت ته رسېدلې وه، چې د ټېک ټاک په وړاندیز شویو ویډیوګانو کې یې د ځانوژنې دغه ویډیو لېدلې وه.

دا وايي:

''سندرې او د ټوکو ټکالو ویډیويي کلیپونه یې کتل چې په یوه ویډیو کې د یوه مېز تر شا په سپین کمیس کې ناست ږیرور سړی راڅرګند شوی، چې وروسته یې ځان وواژه. ''

دا وايي، د ناوړه ویډیويي کلیپونو په هکله یې اورېدلي، خو دا تر ټولو زیاته وه. د نوموړي په وینا وروسته یې پولیسو ته خبر ورکړ، خو هغوی ویل، چې د انټرنېټ څارنه د دوی دنده نه ده.

دا وايي، لور یې اوس هم د ډار په حالت کې ده، ''په تیاره کې خوب نه شي کولای، له کوره وتلو ته زړه نه ښه کوي، چې له کبله یې یوه ورځ له ښوونځي هم پاتې شوې او کېدای شي تر څلورو میاشتو پورې همدې حالت کې واوسي. ''

ویل کېږی، ځینې کسان د بدلو تصویرونو سره دغه ویډیو خپروي او ځینې نور یې بیا له خپل خبرداري سره لاس پر لاس کوي.

د ټېک ټاک الګوریتم معمولاً داسې ویډیويي کلیپوڼه وړاندیز کوي چې کاروونکي یې مستقیم نه فالو کوي.

له ۲۰۱۵ کال راهیسې چې فېسبوک په ژوندۍ بڼه د ویډیويي کلیپونو خپرول پیل کړي دي، یو شمېر کسانو پرې د ځانوژنې بهیر په ژوندۍ بڼه خپور کړی دی.

د یادونې ده چې انسټاګرام هم د فېسبوک ملکیت دی او د ورته ویډیويي موادو خپرولو له کبله پرې نیوکې شوې. په ۲۰۱۷ کال کې د مولې روسل له مړینې وروسته د هغې پلار ویلي و، ''انسټاګرام یې د لور په وژنه کې مرسته '' کړې ده.