تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان د پوهنې وزارت: که ښوونځیو کې د کورونا کومه پېښه وشوه بېرته به وتړل شي
د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرستې د پنجشنبې په ورځ خبر داری ور کړی که د ښوونځيو له پرانیستلو وروسته یې د کوويډ - نولس ناروغۍ کومه پېښه ولیده، بېرته به ښوونځي وتړي.
وړاندې د افغانستان کابینې پرېکړه کړې وه چې د دولتي ښوونځیو ۱۱ او ۱۲ ټولګي او د شپې ښوونځي له ۷ تر ۱۲ ټولګي باید د وږي یا سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه پرانیستل شي.
د پوهنې وزارت سرپرسته وزیره رنګینه حمیدي وايي چې ټول ښوونځي به جدي څارل کېږي او د کورونا وېروس د مثبتو پېښو د ثبتېدو په صورت کې ښايي په ښوونځيو کې د حضوري زدکړو په تړاو له سره غور وکړي.
په ورته وخت د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر احمد جواد عثماني په یوه خبري غونډه کې د عاشورا مراسمو په رانږدې کېدو سره وویل، لمانځونکي یې باید په سر پټو ځایونو کې غونډ نه شي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په تېرو ۱۴ ورځو کې د کورونا وېروس د معایناتو پر بنسټ د مثبتو پېښو شمېر ۱۵ سلنې ته راټيټ شوی چې وړاندې تر ۷۰ سلنې رسېده.
د عامې روغتیا وزارت د یوې سروې له مخې ویلي، په افغانستان کې ۱۰ میلیونه کسانو د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ تېره کړې او اوس یوازې ۹زره فعالې پېښې لري.
اروپا کې د کورونا نوې څپه
د کورونا وېروس نوې څپې اروپا ډېره اندېښمنه کړې ده؛ په داسې ډول چې په جرمني کې په یوه ورځ ډېر نوي ناروغان ثبت شوي او فرانسه او اسپانیا هم بیا د کړکېچ حالت ته نږدې شوي دي.
فرانسه کې چارواکي وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې یې له ۲۵۰۰ ډېر نوي کورونا نیولي کسان پېژندلي دي.
دا په فرانسه کې د ټولبندیز یا قرنطین له لرې کېدو راهیسې لومړی ځل دی چې یوه ورځ کې دومره ډېر کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته کېږي.
فرانسه کې پاریس مراتن یا اوږده ځغاسته د دویم ځل لپاره لغوه شو.
پاریس کې بیا ماسک اچول یا د خولې او پوزې پټول اجباري شول.
د فرانسې د حکومت ویاند وايي، پولیس به د قرنطین اصولو پلي کول څاري، چې واټن او ماسک کاروول پکې راځي.
جرمني هم وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې یې ۱۲ سوه نوي کسان کورونا شوي دي. جرمن چارواکو ویلي دا کسان له دوبنیو رخصتیو ستانه شوي دي.
دوی له خلکو غوښتي چې د اسپانیا پولې ته له بې اړتیا سفر ډډه وکړي. جرمن سیلانیان د اسپانیا سمندرغاړې ته ډېر ځي.
جرمني کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر هم له نهو زرو واوښت.
اسپانیا کې کړکېچن حالت
لوېدیځه اروپا کې اسپانیا هغه هېواد دی چې له خورا بد حالت سره مخ دی. دغه هېواد وايي، د کورونا په تړاو ۶۷۵ سیمې داسې بلل شوې چې د کورونا خپرېدو خطر پکې ډېر دی.
اسپانوي چارواکو د چارشنبې په ورځ وویل، چې تېرو ۲۴ ګړیو کې یې ۱۴۱۸ کسان په کورونا اخته پېژندلي دي.
د کتلونیا اوپن پوهنتون کې د عمومي روغتیا کارپوه سالوادور مچیپ له فرانس خبري اژانس سره خبرو کې ویلي: "دغه هېواد کړکېچ حالت کې دی. "
اسپانیا دا مهال درې سوه ۲۶ زره نوي کسان په کورونا اخته پېژندلي او په دې سره لوېدیځه اروپا کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو له پلوه اول او نړۍ کې ۱۱ ځای لري.
برسلز کې ماسک اجباري شو
د چارشنبې په ورځ د بلجیم او اروپايي ټولنې په مرکز برسلز کې ماسک کاروول اجباري شول. له ۱۲ کلونو د پورته عمر کسان به عمومي ځایونو کې ماسک کاروي.
برسلز کې له تېرې اونۍ راهیسې په منځني ډول هرو ۱۰۰ زره کسانو کې پنځوس په کورونا اخته شوي دي.
بلجیم کې تراوسه په کورونا ۷۵ زره کسان اخته شوي او ۹۸۰۰ ترې مړه شوي دي.
یونان کې نوی ریکارډ
د چارشنبې په ورځ اتن وویل، ۲۴ ګړیو کې د کورونا د ۲۶۲ نویو پېښو ثبتولو سره یونان نوی ریکارډ جوړ کړ.
یونان د کورونا وېروس لومړۍ څپه کې د خپلو ډېرو ګاونډیانو پرتله ښه وضعیت درلود. تراوسه دغه هېواد کې ۶۱۷۷ کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته او ۲۱۶ ترې مړه شوي دي.
خو تېرو ورځو کې د کورونا پېښو زیاتېدو پسې نوي محدودیتونه لګول شوي، لکه د هوټلونو او شرابخونو د کاري ساعتونو کمول.
اوږده ځغاسته بیا ځنډول
فرانسه کې مراتن پاریس د دویم ځل لپاره لغوه شو.
ټاکلې وه دا مراتن د اپرېل پر ۱۵ وشي، خو د کورونا له امله د نومبر پنځمې ته وځنډول شو، اوس چارواکي وايي، دا سیالۍ به سږ کال و نه شي.
د دې سترې سیالۍ جوړوونکي وايي، د دې لوبې لپاره یې هر ممکن کار وکړ، خو اوس یې له بیا لغوه کولو پرته چاره نه لري.
دوی دا هم وايي، چې پر ۲۰۲۱ کال به مراتن وشي.