کورونا وېروس: ایران کې وضعیت لا پسې خرابېږي

ایراني چارواکو تائید کړې ده چې د یکشنبې پر ورځ یې د کورونا وېروس ۲۳۳۳ تازه مثبتې پېښې ثبتې کړې دي. په دې هېواد کې د تېرې می میاشتې راهیسې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو او مړینو شمېر یو ځل بیا په ډېرېدو دی، او ډېری په دې باور دي چې په ایران کې د کورونا وېروس دویمه څپه پیل شوې ده.

ایراني چارواکو همدا راز منلې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ایران کې ۲۱۶ کسانو د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله خپل ژوند بایللی دی.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ایران کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۳ لکو ته نږدې شوی او څه باندې ۱۵ زره کسان ترې مړه شوي دي.

د ایران حکومت په می میاشت کې په دې هېواد کې د کورونا وېروس پر ضد لګولي بندیزونه نرم کړي وو. خو اوس داسې ښکاري چې دا پرېکړه یې بې وخته کړې وه.

د دې هېواد د عامې روغتیا مرستیال وزیر ویلي، د ایران ټولې برخې د کورونا وېروس له کبله په بېړني حالت کې دي.

چارواکو همدا راز پر خلکو غږ کړی چې د محرم د راتلو په درشل کې په مراسمو کې له احتیاطه کار واخلي.

په نوره نړۍ کې د کورونا وېروس وروستی حال:

په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې تر ۱۶ میلیونو واوښتي، چې څلورمه برخه یې امریکا کې دي او لږ تر لږه د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله ۶۵۰ زره کسان مړه شوي دي.

په اسپانیا کې د کورونا وېروس د پې‍ښو په لوړېدو په دې هېواد کې د وبا د مخنیوي لپاره د نویو ګامونو اخیستو چمتووالی نیول شوی او په ټوله اروپا کې د کورونا وېروس د "دویمې څپې" راپورته کېدو وېره په ډېرېدو ده.

په کاتالونیا کې د دوو اونیو لپاره د شپې مهال فعالیتونه درول شوي، خو نورو سیمو کې هم د کوویډ-۱۹ ناروغۍ نوې پېښې ډېرې شوې دي.

فرانسې خپلو وګړو ته اسپانیا ته د سفر پرمهال خبرداری ورکړی، خو برتانیا او ناروې بیا هر ورتلونکي کس ته د کرنتین کېدو سپارښتنه کړې ده.

جرمني کې هم تېرو دوو میاشتو کې د کورونا وېروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

اوس نړۍ کې د کورونا وېروس له دویمې څپې سره مخامخ ده، چې یوازې په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۲۸۰ زره نوې پېښې ثبت شوې دي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په ګرده نړۍ کې د کورونا وېروس تر ۱۵٫۷ میلیون ډېرې پېښې ثبت شوې او تر ۶۴۰ زرو ډېر کسان مړه شوي.

د اسپانیا د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ ویلي وو، د کورونا وېروس تر ۹۰۰ ډېرې نوې پېښې یې ثبت کړې دي.

په مادرید کې د بي بي سي خبریال ګي هیدجیکو وايي، په ځوانانو کې د کورونا وېروس وېره په ډېرېدو ده؛ ځکه چې دوی په شپني کلبونو کې د بل عمر تر خلکو ډېر راغونډېږي.

ناروې وايي، له اسپانیا ورتلونکي خلک به په تجرید کې ساتي.

نور اروپايي هېوادونه هم اندېښمن دي؟

ډېری نور اروپايي هېوادونه هم د کورونا وېروس د مثبتو پېښو د ډېرېدو شاهدان دي، خو غواړي خپل اقتصاد وساتي.

د فرانسې لومړي وزیر جان کاسټکس ویلي، له هغو ۱۶ هېوادونو چې کورونا وېروس پکې ډېر دی، د ورتلونکو وګړو به سم لاسي د کورونا وېروس ازموینه کېږي.

د فرانسې د روغتیا وزارت ویلي، په روغتونو کې هره ورځ تر ۱۰۰۰ ډېرې د کورونا نوې پېښې ثبتېږي.