ترکیه ایاصوفیه په جومات بدلوي؛ ولسمشر اردوغان یې امر لاسلیک کړ

ایاصوفیه

د عکس سرچینه، Getty Images

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه امر لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په استانبول ښار کې د مشهورې تاریخي ودانۍ ایاصوفیه د موزیم حیثیت له منځه لاړ شي او په جومات به بدله شي.

د ولسمشر له فرمانه مخکې د جمعې پر ورځ د ترکیې محکمې امر وکړ، چې ایا صوفیه دې د موزیم پر ځای جومات شي.

دغه ودانۍ چې نژدې یو نیم زر کاله مخکې لومړی د کلیسا په توګه ودانه شوې وه، د حیثیت بدلون موضوع یې ناندرۍ راپورته کړې.

د عثمانیه سلطنت پر مهال دغه ودانۍ له کلیسا نه په جومات بدله شوه.

د جولای په لومړیو کې د ترکیې دولتي شورا په استانبول کې د ایاصوفیه حیثیت بدلولو پرېکړه وځنډوله، چې د جمعې پر ورځ یې واوروله او ولسمشریز امر ته لار هواره شوه.

د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو دغې ودانۍ ته د تاریخي اثارو اهمیت ورکړی او ترکیې ته یې ویلي و، چې حیثیت یې بدل نه کړي.

ترکیه

د عکس سرچینه، Getty Images

ولسمشر اردوغان بیا دغې ودانۍ ته د جومات حیثیت ورکولو پلويتوب کاوه. دغه ودانۍ په شپږمه پېړۍ کې د بازنطیني پاچا لومړي جسټنین د واکمنۍ پر مهال ودانه شوه او نژدې زر کاله د نړۍ تر ټولو ستره کلیسا بلل کېده.

عثمانیه سلطنت په ۱۴۵۳ کال کې د استانبول له فتح کولو وروسته په دغه ودانۍ کې جومات جوړ کړ، خو وروسته د ۱۹۳۰ مو کلونو پر مهال موزیم پکې جوړ شو.

د نوي ترک دولت موسس مصطفیٰ کمال اتاترک په ۱۹۳۴ کال کې د موزیم په توګه د آیاصوفیه حیثیت تایید کړ او له هغه وروسته دغې ودانۍ ته په ترکیه کې د سیکولرازم سمبول په نظر کتل کېدل چې دروازې یې د ټولو مذهبونو منونکو لپاره پرانیستې وې.

بل لور ته د جمعې پر ورځ د ترکیې تر ټولو لویې انتظامي محکمې په خپله پرېکړه کې لیکلي:

''موږ دې پرېکړې ته رسېدلي یو چې د وېش په اسنادو کې دغه ځمکه د جومات لپاره ځانګړې شوې ده او له همدې کبله د قانون له مخې د بل هدف لپاره نشي کاروول کېدای. ''

په پرېکړه کې دغه راز ویل شوي، ''د ۱۹۳۴ هغه پرېکړه چې د جومات په توګه د دغې ودانۍ حیثیت له منځه وړل شوی، له قانون سره سمه نه ده.

د روسیې تاس خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دغه هېواد ارتوډاکس کلیسا د ترکیې محکمې پر دغه پرېکړه خواشیني څرګنده کړه او په وینا یې د پرېکړې پر مهال د دوی اندېښنې په پام کې نه دي نیول شوې.

د روسیې کلیسا په خبره دغه پرېکړه به اختلافونه لا ژور کړي.

ترکیه

د عکس سرچینه، AFP

بل لور ته په ترکیه کې نوبل جایزه ګټونکي لیکوال اورهان پامک له بي بي سي سره خبرو کې وویل:

''نن به سلګونه زره سیکولر ترکان د دغې پرېکړې له کبله وژاړي، خو هېڅوک به یې غږ نه اوري. ''

خو ترک چارواکي ردوي، چې ګواکې د محکمې پرېکړې له کبله به د ایا صوفیه دروازې د نورو مذهبونو د منونکو لپاره وتړل شي.

د ترکیې ولسمشریزې ماڼۍ ویاند ابراهیم کالن وايي:

''د عبادت لپاره د ایا صوفیه پرانیستلو مانا دا نه ده، چې د کورنیو یا نړیوالو سیلانیانو پر مخ به یې دروازې وتړل شي. ''