تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایراني چارواکو تهران ته نږدې د یوې بلې چاودنې رپوټونه رد کړل
ایراني چارواکو د پنجشنبې پر ورځ د پلازمېنې تهران په لویدیځ کې د چاودنو یوې مبهمې لړۍ د یوې تازه چاودنې رپوټونه رد کړي دي.
دولتي رسنۍ د خواله رسنیو کاروونکو له قوله وايي، چې د ګرمدرې او قدس ښارونو ته نژدې یې چاودنې اورېدلې دي.
د وروستۍ چاودنې د ځای ځایګي په اړه په رپوټونو کې څه نه دي ویل شوي. په دې وروستیو چاودنو کې د نفتو پاکولو او اتومي تاسیساتو په ګډون مهمو ودانیو ته زیان رسېدلی دی.
په جولای میاشت کې د ایران اتومي انرژۍ سازمان د ناتانز په نامه اتومي کار ځای کې د اور لګېدنه تایید کړه.
رپوټونه ښيي چې د دغې پېښې له کبله د ایران اتومي پروګرام کې خنډ او ځنډ رامنځته شوی.
د ای ار ای بي دولتي خبري اژانس رپوټونو کې ویل شوي، د پنجشنبې شپې چاودنې په هکله له ماخوستنه ګنګوسې خپرې شوې.
د پریس په نامه د دولتي ټلویزیون رپوټ کې بیا ویل شوي، ځایي اوسېدونکو وویل چې د هاوان توپونو یا دافع هوا ډزو غوندې څلور چاودنې یې اورېدلې دي.
بي بي سي ته معلومه شوه چې په لږ شمېر خواله رسنیو حسابونو کې چې ادعا کوي د ګرمدرې اوسېدونکو دي، د چاودنو غږونو اورېدلو ویل شوي، خو د سوځېدلو ودانیو تصویرونو په هکله معلومه شوه، چې پخواني دي.
د قدس والۍ لیلا واثقي دولتي خبري اژانس (ایرنا) سره خبرو کې دا یوه کوچنۍ برېښنايي چاودنه بللې، خو د ښار له یوه روغتون سره تړاو ورکول کېږي.
په پارلمان کې د قدس خلکو استازي هم په ښار کې د چاودنې رامنځته کېدل رد کړي او په وینا یې د برېښنايي الاتو او مزو شارټي وه، چې د برېښنا چمتو کوونکې کمپنۍ معمول فعالیتونو برخه وه.
د نیویارک ټایمز رپوټ کې بیا د ګرمدرې یوه پوځي افسر له خولې ویل شوي، چې د ګازو ډبې چمتو کوونکي شرکت کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د جون له وروستیو راهیسې یو شمېر چاودنې اورېدل شوې چې په هکله یې جزیات نه دي څرګند شوي.
د جون ۲۶: تهران کې پارچین ته نږدې خجیر کې د بالستیک توغندیو لپاره د سونتوکو تولیدولو بټۍ کې چاودنه. د شېراز په برېښناکوټ کې چاودنه چې ټول ښار ور سره تیاره شو.
- د جون ۳۰: د تهران یوه روغتون کې چاودنه چې ۱۹ کسان پکې ووژل شول.
- د جولای ۲: د نطنز اټومي بټۍ کې چاودنه او اور.
- د جولای ۳: شېراز کې پراخ اور
- د جولای ۴: د اهواز برېښناکوټ کې چاودنه او اور. مه شهر کې کارون پیټرو کیمېکل کې د کیميايي مایع وتل.
د ایران ملي امنیت شورا وايي، د نتانز اتومي کارځای د چاودنې لامل معلوم شوی، خو د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې جزیات نه څرګندېږي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د یو شمېر ایراني چارواکو له قوله ویل شوي چې پر اسراییلو د دغه کارځای بمبارولو شکونه کېږي.
کله چې په دې هکله د اسراییل له بهرنیو چارو وزیره پوښتنه وشوه، نو ځواب یې و:
''په ایران کې زموږ د فعالیت(ونو) په هکله به څه نه ویل غوره وي. ''