پړانګ ژوبڼ کې د خلکو مخ کې خپله ساتونکې ووژله

A Siberian tiger at an enclosure

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا لومړی ځل نه دی چې د زیوریخ په ژوبڼ کې حیوانات پر خپلو ساتونکو برید کوي

د سویس د زیوریخ ښار په یوه ژوبڼ کې یوه سایبریایي پړانګ د سیلانیانو او نندراچیانو پر وړاندې پر خپلې ساتونکې او پالونکې برید کړی او هغه یې وژلې ده. د ژوبڼ عمله د دې ۵۵ کلنې ښځې مرستې ته ور ورسېده او پړانګ یې له پنجرې و ایست، خو ساتونکې یې د ټپونو له کبله ځای پر ځای ساه ورکړه.

دا پېښه د تېرې شنبې پر ورځ ماسپښین مهال رامنځته شوه او د ژوبڼ عمله وروسته له هغه خبره شوه چې سیلانیانو د خطر زنګ وواهه.

په دې اړه پلټنې روانې دې چې ساتونکې ولې او څرنګه له پړانګ سره پر یو وخت په پنجره کې وه.

ژوبڼ په یوه اعلامیه کې ویلي، مرستندویه ډله وتوانېده چې پړانګ له پنجرې بلې خوا ته وشړي، خو د ساتونکې ژوند یې ونشو ژغورلی.

د ایرینا په نامه دا ښځینه پړانګه په ۲۰۱۵ کال کې د ډنمارک په یوه ژوبڼ کې زېږېدلې وه او تېر کال زیوریخ ته استول شوې وه.

د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د دې ژوبڼ د رئیس له قوله ویلي، دې ساتونکې له څه مودې راهیسې په یاد ژوبڼ کې دنده درلوده.

هغو کسانو ته چې دا پېښه یې په خپلو سترګو ولیده، د روانې روغتیا برخه کې د مرستې او درملنې وړاندیز شوی دی.

د زیوریخ ژوبڼ ویلي، د دې پېښې له کبله به نن یکشنبه تړلی وي.

که څه هم په ژوبڼونو کې د حیواناتو له لخوا بریدونه کمساري دي، خو دا لومړی ځل نه دی چې د زیوریخ په ژوبڼ کې دا ډول برید کېږي.

د تېر ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې په همدې ژوبڼ کې یوې تمساح د خپل ساتونکي پر لاس خوله ولګوله.

کله چې عمله ونه توانېده چې له خولې یې د ساتونکي لاس راخلاص کړي نو پرېکړه یې وکړه چې تمساح په ډزو ووژني.