'د کورونا وېروس چټکې خپرېدا د هند پلازمېنې ډیلي روغتیايي نظام سخت ننګولی'

A health worker in personal protective equipment collects a sample using a swab from a girl at a health centre to conduct tests in Delhi, 27 June

د عکس سرچینه، Reuters

د هند پلازمېنې ډیلي اعلی وزیر وايي، په هغه چټکۍ سره چې کورونا وبا په دغه ښار کې خپره شوې ده، روغتیايي سیسټم یې سخت ننګولی دی.

اعلی وزیر اروین کجریوال وايي، د جون په لومړیو کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر ناڅاپي ډېروالی د دې سبب شو، چې په روغتونونو کې د نویو ناروغانو لپاره د ځای موندل ګران شي او د مړینې شمېر لوړ شي.

پلازمېنه ډیلی دا مهال په ټول هند کې د ناروغانو شمېر له پلوه تر بل هر ځای ډېره ځپل شوې سیمه ده.

په دغه ښار کې د کورونا وېروس نژدې ۷۳ زره ناروغان دي او له همدې کبله ۲۵۰۰ کسان مړه شوي دي.

خو بل لور ته د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي وايي:

''له کوویډ - ۱۹ سره د مبارزې لړ کې هند د ډېرو نورو هېوادونو پرتله مناسب وضعیت کې دی. ''

نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، دا مبارزه د هغو سختو قرنطین بندیزونو له کبله بریالۍ شوه چې په مارچ میاشت کې خلکو عملي کړل. هغه زیاته کړه:

''په هند کې له دغې ناروغۍ د رغېدنې کچه په لوړېدو ده. ''

چارواکي وايي، د معایناتو زیاتوالی به په کورونا ضد مبارزه کې مرسته وکړي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، چارواکي وايي، د معایناتو زیاتوالی به په کورونا ضد مبارزه کې مرسته وکړي

بل لور ته د هند تامل ناډو ایالت کې د پولیسو په توقیف کې د یوه پلار او زوی له مړینې وروسته په ولس کې سخت غم او غوسه پاریدلي.

۵۸ کلن پي، جیاراج او زوی یې ۳۸ کلن فینیکس د کورونا وېروس مخنیوي قرنطین پر مهال تر ناوخته پورې د دکان پرانیستلو له کبله ځايي پولیسو نیولي وو.

په تامل ناډو ایالت کې دکانونو ته تر یوه معلوم وخته پورې د پرانیستل کېدو اجازه ورکول کېږي.

پلار او زوی له نیول کېدو وروسته کرۍ شپه په توقیف کې ساتل شوي وو او له خوشي کېدو دوې ورځې وروسته څو ساعته تر منځ یو په بل پسې مړه شول.

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځايي خلکو د پولیسو چلند پر ضد سخت غبرګون ښوولی (ارشیف تصویر)

د دوی خپلوان ادعا کوي چې پولیسو په توقیف کې پلار او زوی دواړه سخت وهلي ټکولي وو.

د دوی له مړینې وروسته ځای خلکو د پولیسو پر ضد احتجاج وکړ او د پېښې څېړنې غوښتنه یې کوله.

په ایالت کې د اپوزیسیون ګوندونو پارلمان غړي هم د احتجاج لپاره سړکونو ته ووتل.

د ځايي سوداګرو ټولنو پېښه وغندله او ځايي محکمې د پېښې ارزونې امر وکړ.

هغه پولیس افسران چې دغه زوی - پلار یې نیولي وو، تبدیل شوي او ایالتي حکومت د مړو کسانو کورنۍ لپاره یو میلیون روپۍ تاوان ورکړی.

دغې پېښې لومړی په ځايي کچه او وروسته د ټول هېواد په کچه په خواله رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه موندلي.