پر افغان څارنوالانو برید؛ خلیلزاد: کورنۍ او بهرنۍ کړۍ د سولې بهیر ګډوډوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان لویې څارنوالۍ پر هغو کارکوونکو برید غندلې او د څېړنو غوښتنه یې کړې چې د طالب زندانیانو د خوشې کولو چاره کې بوخت و.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد پر ټویټر یوه بیان کې عدالت ته د دې برید د عاملینو پر سپارلو ټېنګار کړی.
ښاغلي خلیلزاد ویلي، دا برید د سولې دښمنانو کړی، امریکا يې غندي او غوښتنه یې دا ده چې د دې پېښې په اړه پراخې څېړنې وشي، عاملین یې مالوم او د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
دا برید پرون دوشنبه ( ۲۲ جون ) سهار مهال د کابل ده سبز ولسوالۍ کې د نامالومو وسله والو کسانو له خوا وشو او د لویې څارنوالۍ پنځه کارکوونکي ووژل شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دې کسانو د زندانیانو د خلاصون په چاره کې دنده لرله او دا برید د ده په ټکو ښيي چې "کورني او بهرني تخریب کوونکي هڅه کوي چې دا بهیر له خنډ سره مخامخ او ځنډنی کړي".
ښاغلي خلیلزاد له افغان حکومت او طالبانو غوښتنه کړې چې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره ژر اړین ګامونه پورته کړي:
" دواړه لوري باید په شا نشي او د بین الافغاني مذاکراتو په لور اړین ګامونه واخلي، چېرې چې پر یو هر اړخيز اوربند او سیاسي جوړجاري ژر تر ژره مذاکرات کېدای شي. "
نوموړي پر دواړو لوریو غږ کړی چې دې برخه کې دې وېره ونه لري او خبرې دې پیل کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د خلیلزاد په خبره، د افغانانو خپلمنځي خبرو کې پر یو هر اړخيز اوربند او سیاسي جوړجاري ژر تر ژره مذاکرات کېدای شي:
"دا هغه څه دي چې افغانان یې غواړي او موږ ور سره ولاړ یو".
د ولسمشر غني غبرګون
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لویې څارنوالۍ پر کار کوونکو برید د ا سلامي ارزښتونو او بشریت ضد بللی. د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په یوه وینا پاڼه کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي چې د دښمنانو له خوا د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر ته د زیان رسولو لپاره یوه هڅه ده.
ولسمشر غني ویلي : "طالبان باید له زور زیاتي لاس واخلي او د سولې او جګړې پای ته رسولو لپاره د افغانستان د حکومت او خلکو غوښتنه ومني."
طالبان: دا برید موږ نه دی کړی
طالبانو دې برید کې لاس لرل رد کړي او د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد یوه بیان کې ویلي دا برید د دوی کار نه دی: " د سولې پروسه ډېر دښمنان او مخالفین لري، ټول باید دا ډول توطیو ته متوجه اوسي".
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره د طالبانو یو شرط د دې ډلې پنځه زره طالب بندیان خوشي کول دي او دوحه کې له امریکا سره په شوې هوکړه کې طالبانو ژمنه کړې چې د حکومت زر تنه بندیان به خوشې کوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
افغان حکومت تر اوسه شاوخوا درې زره طالب بندیان او طالبانو شاوخوا ۵۰۰ زندانیان خوشې کړې چې دا ډله وايي حکومتي سرتیري دي.
خو افغان حکومت تر ډېره د تاوتریخوالي په کمولو ټینګار کوي.
د افغانستان ملي امنیت شورا د دوشنبې په ورځ طالبان یو ځل بیا تورن کړل چې تاوتریخوالی نه کموي.
دې شورا ویاند جاوېد فیصل وویل، تېره اونۍ وسله والو طالبانو په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ بریدونه کړي چې په وینا یې، دا په تېرو ۱۹ کلونو کې ترټولو خونړۍ اونۍ وه.
ښاغلي فیصل په خپل ټویټر کې لیکلي، د تاوتریخوالي د کمښت په اړه د طالبانو ژمنې بې مانا دي او "کړه وړه" یې له سولې راوستلو سره په تضاد کې دي.
د ایران غوښتنه

د عکس سرچینه، MOFA AFGHANISTAN
له بلې خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ایران ټینګار کړی په افغانستان کې دایمي سولې لپاره دې تاوتریخوالی کم او د سولې خبرې دې ژر تر ژره پیل شي.
د دې وزارت د اعلامیې له مخې، د ایران حکومت د غوښتنې په صورت کې د بین الافغاني مذاکرتو کوربتوب او په دې بهیر کې د اسانتیا رامنځته کولو ته چمتووالی ښودلی دی.
د ایران حکومت دا ژمنه تهران ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې کړې ده.د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان لویې څارنوالۍ پر هغو کارکوونکو برید غندلې او د څېړنو غوښتنه یې کړې چې د طالب زندانیانو د خوشي کولو چاره کې بوخت و.









