کورونا وېروس: سعودي عرب پر یکشنبه ګرځبندیز ختموي

سعودي عرب چارواکي وايي، سبا یکشنبه د کورونا وېروس مخنیوي لپاره لګول شوی ټولبندیز ختموي او اقتصادي فعالیتونه پیلوي.

دغه پرېکړه داسې حال کې کېږي چې په دغه هېواد کې د کورونا ناروغانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

چارواکي وايي، هېواد ته پر ورتلونکو بهرنیو الوتنو د بندیز تر څنګ به له بهره هېواد ته پر ورتګ هم بندیز پر ځای وي او دغه راز به له ۵۰ ډېرو کسانو ته د یو ځای کېدو اجازه نه ورکول کېږي.

خو تر اوسه سعودي چارواکو پرېکړه نه ده کړې چې د حج مراسمو لپاره به له نورې نړۍ د مسلمانانو ورتګ ته اجازه ورکوي او که نه.

سعودي عربستان کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر په ډېرېدو دی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد کې د کورونا ۳۹۴۱ نوي ناروغان ثبت شوي دي.

په دغه هېواد کې د ثبت شویو کورونا ناروغانو شمېر ۱۵۴۲۳۳ تنو ته رسېدلی دی. د شنبې تر ورځې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له کبله ۱۲۳۰ کسان مړه شوي دي.

په انګلستان کې د کلتور وزیر اولیور ډاوډین وايي، د دوه متره ټولنیز واټن پر پالیسۍ به څو راتلونکو ورځو کې بیا غور وشي.

له دې کبله اندېښنې راپورته شوې، چې ځينې کاروبارنه د دغې پالیسۍ له کبله فعالیت نه شي کولای. بل لور ته د برتانیا په ګلاسګو ښار کې له قرنطین سره سره سلګونه کسانو د توکمپالنې پر ضد مظاهره کړې.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې بیا د کورونا وبا دویمې څپې خپرېدو اندېښنې راپورته شوې دي.

دا وروستیو کې د دغه هېواد په ځینې ایالتونو کې د نویو ناروغانو لوی شمېر ثبت شوی دی، خو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ مرستیال مایک پینس وايي، د دې اندېښنو په څرګندولو کې له مبالغې کار اخیستل کېږي.

د هند پلازمېنه ډیلي کې د ناروغانو شمېر له ډېرېدو وروسته د اغېزمنو کسانو لپاره پنځه ورځي ګوښه کېدل لازمي بلل شوي دي.

برازیل په نړۍ کې دویم هغه هېواد شو چې د کورونا وبا تر یو میلیون ډېر کسان په کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او دا ناروغي لاهم په چټکۍ په کې روانه ده.

اټکل کېږي چې د ناکافي طبي ازموینو له امله د مثبتو پېښو شمېر ښايي تر اعلان شوې شمېرې لا ډېر وي.

تر برازیل مخکې امریکا کې د کوویډ-۱۹ ډېر ناروغان ثبت شوي دي.

د برازیل د روغتیا وزیر په دې هېواد کې د کورونا وېروس ۱،۰۳۲،۹۱۳ پېښې تایید کړي دي، خو کارپوهان وايي، اوج ته د ناروغۍ رسېدو لپاره لا هم څو اونۍ وخت شته.

د کورونا وېروس له کبله تر ډېره په ګرده نړۍ کې بې وزله وګړي او بېچاره ټولنې اغېزمنې شوي دي.

پر ولسمشر جاییر بولسونارو ډېرې نیوکې شوې چې ګنې د کورونا وېروس له کړکېچ سره یې هغسې چې لازمه وه،‌ مبارزه نه ده کړې.

بولسونارو چې د ښي اړخي ګوند مشر هم دی،‌ په لومړي سر کې د کورونا په اړه وویل "دا مازې یو زکام دی".‌

نوموړی پر دې اند دی چې د کورونا پرتله اقتصادي ولاړ حالت ډېر زیان اړولی دی.‌

د نوموړي د ځینو څرګندونو له کبله په برازیل کې ډېری تکړه ډاکټرانو له خپلو دندو استعفاوې وکړې.

برازیل کې څه وضعیت دی؟

که څه هم په دې هېوا دې کې هرڅه لا نه دي بند شوي، خو په ښارونو کې یې لازم ګامونه اخیستل پیل شوي.

له بندون څو اونۍ وروسته، هلته بېرته محدودیتونه یوڅه نرم شول.

خو وېره دا ده چې روغتیايي سیستم په ځینو سیمو کې له وضعیت سره سم فعالیت نه کوي او په لیرو او محرومو سیمو کې د کورونا وېروس په چټکۍ په خپرېدو دی، ځکه هلته اصلي اوسېدونکو ته د روغتیايي اسانتیاوو چمتو کول ګران دي.

په ورته وخت کې، برازیل کې میلیونونو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او اټکل دا دی چې اقتصادي وده یې د ۶ او ۸ سلنې ترمنځ راتیټه شوې ده.

د برازیل د روغتیا وزارت ویلي د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله په هېواد کې کابو ۴۹ زره کسان مړه شوي، خو ښکاري چې د مړینې کچه تر دې ډېره لوړه ده.

په امریکا کې د جانز هاپکینز پوهنتون د ناروغۍ د څار اړوند مرکز ویلي، په امریکا کې تر ۲٫۲ میلیون ډېر کسان په دې وېروس اخته شوي او ۱۱۹ زره کسان مړه شوي.