تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کورونا مخنیوي محدودیتونو پر ضد په چمن کې د سوداګرو احتجاج
په بلوچستان کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه چمن ښارګوټي کې د کورونا مخنیوي قرنطین محدودیتونو پر ضد د ځايي سوداګرو او کارګرو احتجاج ۱۱ مه ورځ هم دوام درلود. دغه احتجاج د پاکستان او افغانستان تر منځ د تګ راتګ په سیمه کې د مزدوري کوونکو او سوداګرو له لوري پیل شوی دی.
د سیمې سوداګرو ټولنې یو ځايي مشر صادق اڅکزی وايي، د سیمې ډېری خلک د مزدوري او سوداګرۍ لپاره هره ورځ افغانستان ته تله راتله، خو پر دغه تګ راتګ له بندیز وروسته د عاید بله چاره نه لري او له احتجاج پرته بله لاره نه ده ورپاتې.
په نوره نړۍ کې د کورونا وېروس وروستی حال:
برتانیا د کورونا وېروس خطر یوه درجه ټیټ کړی دی. اوس په برتانیا، سکاټلنډ، ویلز او شمالي ایرلنډ کې د کوویډ - ۱۹ خبرداری له څلورو درجو دریو ته ټیټ شوی دی.
مانا یې دا ده چې د اغېزمنو کسانو شمېر پرلپسې کمېږي. د څلورمې درجې خطر معانا دا اخیستل کېږي، چې د وېروس خپرېدو خطر ډېر دی، خو د دریمې درجې معانا بیا دا ده، چې اوس یې بڼه عمومي ده.
د ملګرو ملتونو یوه رپوټ کې ویل شوي، نژدې یو میلیارد ماشومان جنسي یا رواني زور زیاتي ښکار شوي، چې د نړۍ ټولو ماشومانو نیمايي شمېر تشکیلوي.
رپوټ کې ویل شوي، د کورونا وېروس له کبله دغه حالت نوره ناوړه بڼه غوره کړې دي.
د روغتیا نړبوال سازمان مشر ټیټډروس ادهانوم غیبریسیسس دا حالت د کوویډ - ۱۹ (خواشینی) اغېز بللی دی. دغه اداره وايي، کورونا وېروس سره د زور زیاتي رویه زیاته شوې ده، ځکه په کورونو کې د پاتې کېدو له کبله د مرستې تر لاسه کولو لارې چارې لږ شوې دي او د اغېزمنو کسانو زغم هم کم شوی دی.
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې چارواکو په عام محضر کې د ماسک کاروول اجباري اعلان کړي دي. چارواکو په یوه اعلامیه کې له ټولو خلکو غوښته چې د ولس تګ راتګ ځایونو ته د ورتګ پر مهال باید ماسک پر مخ کړي.
چارواکي وايي، د طبي ماهرینو په مشوره یې د دوو میاشتو لپاره دغه اقدام کړی دی.
بل لور ته ایټالوي ساینسپوهان وايي، د دغه هېواد دوو ښارونو په کثیفو اوبو کې د لومړي کورونا ناروغ له پېژندل کېدو ډېر مخکې ان دسمبر میاشت کې کورونا وېروس موجود وو.
دغه هېواد کې د روغتیا ملي انسټیټیوټ (ای ایس ایس) مسوولین وايي، د مېلان او تورین ښارونو په اوبو کې د تېر دسمبر میاشتې پر اتلسمه د جینیټیک وېروس نښې نښانې وې.
دوی د نورو هېوادونو بېلګو له مخې وايي، ښايي وېروس له هغه ډېر مخکې ګرځېده، چې فکر یې کېږي.
چینايي چارواکو د دسمبر په وروستیو کې د کورونا لومړني ناروغان تایید کړل او ایټالیا کې بیا د فبرورۍ په نیمايي کې لومړي ناروغان تایید شول.
د فرانسې ساینسپوهانو له دې مخکې مې میاشت کې ویلي و، پاریس ته نژدې یو ناروغ د نمونیا یا سکاروي ناروغۍ په نامه طبي معاینه کړې وه، خو په وینا یې اصلاً دا ناروغ پر کورونا اخته و.
په ورته مهال اسپانیا کې یوې څېړنې په جنورۍ نیمايي کې له بارسلونا ښاره د چټلو اوبو اخیستل شویو اوبو کې د کورونا وېروس بېلګې موندلې دي. دغه ښار کې هم د اوبو اخیستلو له نېټې ۴۰ وروځې وروسته لومړی ناروغ رسماً تایید شو.
ای ایس ایس ادارې ساینسپوهانو په شمالي ایټالیا کې د کثیفو اوبو له ځايي ادارې د اکتوبر او مې میاشتو تر منځ د کاروول شویو اوبو ۴۰ بېلګې د څېړنې لپاره اخیستې دي. د دغې ادارې یوه ماهره جیوسيپینا لا روزا وايي، ''د اکتوبر او نومبر میاشتو په کاروول شویو اوبو کې هېڅ نښې نه دي موندل شوې، خو په جنورۍ کې بیا د بولوګنا سیمې په کاروول شویو اوبو کې دغه نښې وینو. ''
اغلې لا روزا وايي، دغه څېړنه به راسره مرسته وکړي، چې معلومه کړو، ایټالیا کې څنګه د وېروس خپرېدل پیل شول.
دغه اداره وايي، دغه څېړنه د کثیفو اوبو (ستراتیژیک اهمیت) ښيي، ځکه له دې لارې له طبي معایناتو مخکې د وېروس شتوالی ثابتیداې شي.
د ادارې مسوولین وايي په جولای میاشت کې د سیلانیانو ورتګ په سیمو کې د کثیفو اوبو څارنې یو پروژه پیلوي، چې په پام کې ده د سږ کال وروستیو کې به ټول هېواد ته وغځول شي. د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ له کبله په ایټالیا کې له ۴۰ زره ډېر کسان مړه شول.