تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا کې د کورونا وېروس ضد درملو کارېدل پیلېږي
د بریتانیا حکومت اعلان کړی دی چې سر له چارشنبې په دې هېواد کې د کورونا وېروس جدي ناروغانو درملنې لپاره د ډېکسا مېټازون درملو کارولو اجازه ده. ډیکسامېټازون یو ډول ارزان بیه درمل دي چې په اسانه موندل کېږي، او د هغو کووېډ-۱۹ ناروغانو ژوند ژغورلی شي چې په ساه اخیستو کې جدي ستونزې لري.
د بریتانیا مشر طبي افسر هم سپارښتنه کړې چې د دې درملو کارول باید سملاسي پیل شي.
ماهرین وايي، ډېکسامېټازون د هغو ناروغانو په درملنه کې خورا ګټور ثابت شوي، چې اکسیجن ته یې اړتیا درلوده یا مصنوعي تنفس ورکول کېده.
د بریتانیا څلورو طبي افسرانو د دغه هېواد ملي روغتیا ادارې (این ایچ ایس) ته په یوه لیک کې ویلي، د هغو ناروغانو په درملنه کې د ډېکسامېټازون رول خورا مهم دی، چې د کوویډ - ۱۹ له کبله روغتون کې بستري کېږي.
بریتانیا حکومت وايي، د ډېکسا مېټازون ترلاسه کول کومه ستونزه نه لري، ځکه په وینا یې همدا اوس حکومت د دې درمل ۲۴۰ زره خوراکونه لري.
په یوه څېړنه کې چې مشري یې د اکسفورډ پوهنتون ماهرینو کړې دغه درمل پر ۲۰۰۰ کسانو ازمایل شوي، او پایلې له هغو نورو ۴۰۰۰ ناروغانو سره پرتله شوې دي چې دغه درمل نه وو ورکړل شوي.
د څېړونکو د ډلې مشر پروفیسر پېټر هوربې وايي:
''دا تر اوسه یوازیني درمل دي چې کارولو سره یې د مړینې کچه کمه شوې ده او په څرګند ډول یې کمه کړې ده، دا خورا مهم پرمختګ دی. ''
دغه درمل له مخکې په ځینو نورو التهابي حالتونو کې کارول کېږي او داسې ښکاري چې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ په څېر داسې حالت کې چې د بدن دفاعي قوت کمېږي، دا درمل مرسته کوي.
د چین پلازمېنه کې د کورونا وېروس نوې څپه:
بل لور ته د چین پلازمېنه بېجینګ کې د کورونا وېروس نویو ناروغانو شمېر له زیاتېدو سره یو ځل بیا محدودیتونه لګول شوي دي.
په دغه ښار کې د چهارشنبې پر ورځ ۳۱ نوي ناروغان ثبت شوي، چې د ټولټال نویو ناروغانو شمېر ورسره ۱۳۷ کسانو ته رسېدلی دی. د وېروس نوې څپې له خپرېدو مخکې بېجینګ کې تر ۵۷ ورځو پورې هیڅ نوی ناروغ نه و ثبت شوی.
د وېروس نوې څپې په هکله ویل کېږي، چې له شینفاندي نومي بازاره خپره شوې چې د ښار نژدې ۸۰ سلنه غوښه او سابه له همدې ځایه وېشل کېږي. دغه بازار ته نژدې سیمه د خطر له لوړ کچ سره مخامخ بلل شوې او د شاوخوا ۲۷ نورې سیمې د خطر له متوسط کچ سره مخامخ بلل شوې دي.
د دې دواړو سیمو له خلکو غوښتل شوي، چې له ښاره بهر به سفر نه کوي او د هغو سیمو اوسېدونکو ته چې د خطر کچه پکې ټیټه بلل شوې ویل شوي، چې له معاینې وروسته که ثابته شي، چې وېروس نه لري، سفر کولای شي.
بل لور ته د معایناتو دریو مرکزونو مسوولینو بي بي سي ته ویلي، تر جولای میاشتې پورې د معایناتو کولو لپاره ورسره نومونه لیکل شوي دي.
د دې مرکزونو بهر د خلکو اوږده کتارونه لیدل شوي دي. له ښاره بهر ته او له بهره ښار ته پلان شوې نژدې ۱۲۰۰ الوتنې لغو شوې دي او د ریل ګاډو ادارې خدمتونه د جولای تر نهمې پورې کم شوي دي. د لومړنیو، متوسطو او لیسه ښوونځیو دروازې تړل شوې، لوبډلې له فعالیته منع شوې او د جیمونو او لامبو ډنډونه تړل شوي دي، خو لارې او کارځایونه او فابریکې پرانیستې دي.
ټول ښار له دویمې درجې خطر سره مخامخ بلل شوی، چې د رسمیاتو له مخې له لومړۍ درجه خطر وروسته ځای لري.
د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، وېروس لومړی ځل په شینفاندي بازار کې پر هغو دړو موندل شوی، چې له بهره د صادر شویو کبانو ټوټه - ټوټه کولو لپاره کاروول کېږي. رپوټونو کې ویل شوي، د ځايي چارواکو په ګډون د مارکیټ مدیر له دندې ګوښه شوی دی. چارواکي وايي د مارکیټ (اړوند) خلکو ته به له ښاره بهر د سفر اجازه نه ورکول کېږي.
د هېواد په کچه بیا چینايي چارواکي توانېدلي د وېروس خپرېدو (کلک مخنیوی) وکړي. د مارچ میاشتې په لومړیو کې ۸۰ زرو ته د ناروغانو له شمېر رسېدو وروسته بیا تر اوسه پورې دغه شمېر کې یوازې ۳۲۰۰ ناروغان داسې زیات شوي، چې په ځايي توګه یې وېروس اخیستی.
د چهارشنبې پر ورځ په ټول هېواد کې د ۳۲ نویو ناروغانو نومونه ثبت شول، چې ۲۷ یې په بېجینګ کې او څلور یې په نژدې ګاونډ هېیبي کې ثبت شوي دي.