کورونا وېروس: سږ کال به د حج مراسم تر سره شي؟

مکه المکرمه

د عکس سرچینه، ABDEL GHANI BASHIR

داسې حال کې چې د حج مراسمو ته په شمېر ورځې او شپې پاتې دي، ځینې رپوټونو کې ویل شوي، د کورونا وېروس مخنیوي مبارزې په لړ کې سعودي عرب د سږنیو حج مراسمو د لغو کولو په اړه فکر کوي.

د سعودي عرب د حج وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی بریتانوۍ ورځپاڼې فایننشال ټایمز ورځپاڼې ته ویلي : " دا مسله په ډېر دقت څېړل شوې او اوس د بیلابیلو لارو چارو په اړه غور کېږي خو وروستۍ پرېکړه به د یوې اونۍ په موده کې وشي".

د حج د سږنیو مراسمو په اړه وروسته له هغه جدي فکر کېږي چې سعودي عرب کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له سل زرو واوښت.

که داسې وشي نو دا به د سعودي عرب په معاصر تاریخ او له کله چې په ۱۹۳۲ کال کې د سعودی عرب مملکت رامنځته شوی لومړی ځل وي چې د حج کلني مراسم لغو کېږي.

تر اوسه لږ تر لږه درې هېوادونو پرېکړه کړې چې وګړي یې باید سږ کال د کوویډ-۱۹ وبا له امله د حج مراسمو لپاره سعودي عرب ته لاړ نه شي. لومړی سنګارپور بیا اندونیزیا او تازه مالیزیا پرېکړه کړې چې وګړي یې اجازه نه لري چې د حج مراسمو کې ګډون وکړي.

کله چې د کورونا وېروس مخ په پراخېدو شو سعودي عرب چارواکو د تېرې مارچ میاشتې په لومړیو کې د عمرې مراسم وځنډول.

له دې وروسته او په نړۍ کې او سعودي عرب کې د کورونا وېروس د پراخيدو په پایله کې په مکه المکرمه کې مسجد الحرام او په مدینه کې نبوي مسجد د لمونځ کوونکو پرمخ وتړل شول.

څو ورځې وړاندې د نبوی مسجد او په فلسطین کې د الأقصی مسجد چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده له دوه میاشتنې ځنډ وروسته د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شول، خو په مکه کې مسجد الحرام لا هم د عامو لمونځ کوونکو پر مخ تړلی دی.

لمونځ کوونکو ته ویل شوي چې باید ځانګړي احتیاطي تدابیر ولري، لکه دا چې ماسک باید ولري او له ځان سره له کور خپله مصلی راوړي.

تمه کېدله چې سږ کال د حج مراسمو کې شاوخوا دوه میلیونه کسان برخه واخلي. هر کال سعودي عرب د حج مراسمو له درکه د پام وړ عاید تر لاسه کوي.

د کورونا وېروس له امله د دغه هېواد د تیلو صادرات او عواید کم شوي د حج مراسمو په احتمالي لغو کېدو سره به د دغه هېواد اقتصاد له بل مهم کلني عایده بې برخې شي.