عمران خان: پاکستان کې به د کورونا وېروس له کبله د مړینې کچه لوړه شي

عمران خان

د عکس سرچینه، Twitter/PMO

د عکس تشریح، ښاغلی خان زیاتوي په هېواد کې اوسمهال د اغېزمنو کسانو شمېر په ډېرېدو دی.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، په خواشینۍ سره باید ووایم، چې پاکستان کې به د کورونا وېروس له کبله د مړینې کچه لوړه شي.

نوموړی وايي، په ټوله نړۍ کې په ورته توګه لیدل شوي چې لومړی د اغېزمنو کسانو شمېر ډېر او بیا وروسته یې شمېر کمېږي.

ښاغلی خان زیاتوي په هېواد کې اوسمهال د اغېزمنو کسانو شمېر په ډېرېدو دی. عمران خان خبرداردی ورکړ چې که تدبیرونه عملي نه شي، د پاکستان په روغتونونو کې به د ناروغانو لپاره ځای په کمېدو شي.

پاکستان کې د کورونا وېروس پېښې ۱۲۰ زرو ته رسېدونکې دي. ټولټال دوه زره درې نيم سوه کسان ترې مړه شوي. د امريکا جانز هاپکېنز پوهنتون شمېر له مخې خيبر پښتونخوا کې يې د ناروغانو شمېر له ۱۵ زره او دوو سوو اوښتی، او ۶۱۹ کسان ترې مړه شوي دي.

د جان هاپکېنز پوهنتون شمېرې ښيي چې په امریکا متحدو ایالتونو کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر له دوه میلیونه کسانو اوښتی دی. په روسیه کې بیا د کوویډ-۱۹ ناروغانو شمېر ۵۰۰ زره کسانو ته رسېدلی، چې له کبله یې دغه هېواد د ناروغانو شمېر له پلوه له امریکا او برازیل وروسته اوس درېیم ځای لري.

هند

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په اغېزمنو کسانو کې د یوې کورنۍ ۱۶ غړي هم شامل دي.

په ټوله نړۍ کې اوس د دکوویډ - ۱۹ ثبت شویو ناروغانو شمېر اووه اعشاریه درې میلیونو کسانو ته رسېدلی او ۴۱۶ زره کسان له همدې کبله مړه شوي دي.

بل لور ته د هند مرکزي برخې ناګپور ښار کې ۱۸۰ هغه کسان پر دغه ناروغي اخته شوي، چې د دغې وبا مخنیوي قرنطین پای ته رسېدو خوښي لمانځلو لپاره یو ځای شوي وو.

دناګپور ښار کمشنر توکو رام بي بي سي مراټي څانګې ته ویلي، ټولو ۱۸۰ کسانو ته وېروس له هغه کسه ورغلی، چې دغه مېله یې جوړه کړې وه.

په اغېزمنو کسانو کې د یوې کورنۍ ۱۶ غړي هم شامل دي. ښاغلی توکو رام وايي، ۷۰۰ نور کسان هم ګوښي قرنطین شوي، چې له دغه کس سره په اړیکه کې وو. ویل کېږي، یوه ځوان د پنځو دوستانو لپاره مېلمستیا کړې او له هغه ځایه یې د خوړلو لپاره غوښه راوړې چې وېروس پکې زیات دی.

روسیه

د عکس سرچینه، EPA

د کوربه له ناروغ کېدو وروسته په روغتون کې ویلي و، چې په پارک کې د سیل پر مهال اغېزمن شوی، خو وروسته یې ومنله چې د وېروس سیمې ته په غوښه پسې تللی وو. چارواکي وايي، ځینې خلک خپل هغه فعالیتونه پټوي چې له کبله یې د وېروس خپرېدو احتمال ډېرېږي.

بل لور ته د هند پریس ټرسټ اف انډیا په رپوټ کې د پلازمېنې ډیلي د جامع جومات ملا امام سید احمد بخاري له قوله ویل شوي چې په ښار کې په چټکۍ سره د وبا خپرېدو له کبله د جون میاشتې تر ۳۰ مې پورې د یاد جومات دروازې تړل کېږي

روسيه کې د کورونا وېروس پېښې له نيم ميليونو اوښتې دي. دا له امريکا او برازيل وروسته په نړيواله کچه درېيمه تر ټولو لوړه شمېره ده. خو له کورونا ويروسه د روسيې د مړينو رسمي شمېرې چې شپږ نيم زره ښوول کېږي، له هغو هېوادونو خورا ټيټه ده، چې دا ناروغي په کې په پراخه کچه خپره ده. د روغتيا نړيوال سازمان وايي روسيه دې د خپلو مړينو په اړه د راپور ورکولو بڼه بدله کړي، او دا شمېره يې ناعادي بللې ده.