عمران خان: ځینې خلک د کورونا وېروس په هکله ناسم پوهاوی لري

د عکس سرچینه، Prime Minister's Office
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، د کورونا وبا په اوسني وضعیت کې د مشرتابه رول مهم دي، ځکه په وینا یې زموږ ځینې خلک اوس هم د کورونا په هکله د ناسم پوهاوي ښکار دي او باید دا ناسم باورونه له منځه لاړ شي.
ښاغلي خان د کابینې غونډې ته په وینا کې وویل، په دې حالت کې د اضطراب پر ځای باید مبارزه وشي. د نوموړي په وینا د خوندیتوب له تدبیرونو سره د وبا خپرېدو مخنیوی کېدای شي او باید ولس وهڅول شي، چې په سختۍ سره قرنطین اقدامات عملي کړي.
پاکستان کې د کورونا ناروغانو شمېر څه باندې یو لک کسانو ته رسېږي او نژدې دوه زره کسان له همدې کبله مړه شوي دي.
تر ټولو اغېزمنه صوبه پنجاب ده.
دا وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د سیلانیانو پر تګ راتګ بندیز لرې کړ، خو د پاکستان په شمال کې د ګلګت بلتستان ځايي چارواکو د سیلګرۍ پر فعالیتونو د دوو نورو اونیو لپاره بندیز غځولی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په نړۍ کې د کوروناوېروس ناروغانو شمېر ۷۰ لکه کسانو ته رسېدلی دی او د دغې ناروغۍ له کبله د مړو کسانو شمېر له ۴۰۰ زره اوښتی دی. امریکا متحده ایالتونه تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد دی، چې یو اعشاریه نهه میلیونه وګړي یې له کوویډ-۱۹ ناروغۍ اغېزمن دي او ۱۱۰ زره کسان له همدې کبله مړه شوي دي.
د ناروغانو د شمېر له کبله برازیل دویم ځای لري او برتانیا بیا د مړو کسانو د شمېر له کبله دویم ځای کې دی. د هند په یوازې یوه ایالت مهاراشټر کې د کورونا ناروغانو شمېر تر چین ډېر یانې ۸۵ زره ۹۷۵ کسانو ته رسېږي، چې ډېری یې د ایالت د مرکزي ښار ممبۍ اوسېدونکي دي.
بل لور ته نیوزلنډ چارواکي وايي، په دغه هېواد کې اوس د کوویډ-۱۹ هیڅ ناروغ نه شته او له تېرو دوو اونیو راهیسې کوم نوی ناروغ نه دی موندل شوی، چې له کبله یې قرنطین بندیزونو کې ډېر نرمښت راوستی.
د ولور لپاره حکومتي مرسته

د عکس سرچینه، Grozny tv
د روسیې د چیچنیا ځواکمن واکمن هغو زومانو ته د مالي مرستې وړاندیز کړی چې د کورونا وېروس مخنیوي ضد قرنطین له کبله نه شي کولای د ولور لپاره پیسې ومومي.
په چیچنیا کې د دود له مخې زلمیان د خپلې کوژدنې کورنۍ او یا خپله نجلۍ ته د ولور په توګه نغدې پیسې ورکوي. د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې په چیچنیا جمهوریت کې د وبا له کبله ځوانان نه توانېږي د ولور لپاره پیسې ومومي، چې په ځايي ژبه یې (اردو) بولي.
د روسیې دولتي خبري اژانس ار ای اي په رپوټ کې ویل شوي، چیچن مشر رمضان قادروف د ۲۰۷ زومانو لپاره سړي سر ۵۰ زره روبله (۵۷۰ پاونډ) مالي مرسته ورکوي.








