امریکایی سناتور: چین د کورونا وېروس واکسین د جوړېدو مخنیوی کوي

Rick Scott

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سناتور رېک سکاټ د ولسمشر ټرمپ کلک ملاتړی دی

یو امریکایي سناتور رېک سکاټ تور لګولی دی چې چین په لوی لاس په لویدیځو هېوادونو کې د کورونا وېروس ضد واکسین د جوړېدو مخنیوی کوي. ښاغلي سکاټ د بي بي سي انډریو مار خپرونه کې د خبرو پر مهال د خپلې دې ادعا په اړه کوم ثبوت وړاندې نکړ، خو دومره یې وویل چې دا مالومات یې د استخباراتي ادارو ترلاسه کړي.

د فلورېډا ایالت دا جمهوریت پال سناتور د ولسمشر ډونلډ ټرمپ کلک ملاتړ دی او د امریکا د سنا د مجلس د استخباراتو او کورني امنیت کومېټې غړی هم دی.

نوموړی داسې مهال پر چین دا تور لګوي چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴ لکو اوښتی.

خو چین په دې تړاو د امریکایي چارواکو نیوکې او تورونه بیا بیا په کلکه رد کړي او د خپلو کړنو دفاع یې کړې.

چین ټینګار کوي چې د کورونا وېروس بحران په پیل کې، د تېرې جنورۍ میاشتې پر څلورمه نېټه یې له امریکا سره اړین مالومات شریکړ کړي وو.

خو امریکایي سناتور رېک سکاټ نن یکشنبه بي بي سي سره د خبرو پر مهال وویل:

"موږ واکسین جوړ کړی دی. خو له بده مرغه موږ داسې استخباراتي مالومات لرو چې کمونیست چین غواړي چې زموږ لاسته راړونه سپوتاژ کړي، یا یې ټکنۍ کړي".

د بي بي په دې خپروه کې له نوموړي دوه ځله پوښتنه وشوه چې په دې اړه ثبوت شریک کړي.

خو سناتور سکاټ پرته له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي وویل، چین نه غواړي چې امریکا، انګلستان او اروپا دا واکسین لومړی ترلاسه کړي.

Vaccine bottles

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ځینې کارپوهان وایي، د کورونا وېروس واکسین تر ۲۰۲۱ کاله چمتو کېدلی شي، خو په دې اړه هېڅ تضمین نشته

نوموړي وویل چې دا مالومات یې د استخباراتي ادارو له لارې ترلاسه کړي، خو نشي کولای چې په دې اړه جزئیات شریک کړي.

نوموړي زیاته کړه، که امریکا او انګلستان د کورونا وېروس واکسین جوړ کړي نو له نورو سره به یې شریکوي، خو که کمونیست چین دا واکسین تر نورو مخکې ترلاسه کړ نو هېچا سره به یې شریک نکړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کورونا وېروس له کبله څو څو ځله پر چین نیوکې کړې دي او ادعا کوي چې چین د دې خطر په اړه نړیوالو ته بشپړ او پر وخت مالوما نه وو ورکړي.

نوموړی کورونا وېروس یو (چینایی وېروس) بولي او ادعا کوي چې د دې هېواد د ووهان ښار په یوه لابراتوار کې جوړ شوی.

چین که څه هم د سناتور رېک سکاټ د وروستي تور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د کورونا وېروس په اړه په خپلو وروستي خپاره کړي سند کې یې ویل، د دې وبا په اړه یې ان د جنورۍ میاشتې پر څلورمه نېټه له امریکا سره مالومات شریک کړي وو.

دغه سند کې راغلي چې د چین د ناروغیو د کنترول ادارې مشر پر دې موضوع له خپل امریکایي سیال سره خبرې کړې وې.

د چین حکومت په دې سند کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د کورونا وېروس خطر او مخنیوي په اړه یې چلن روڼ او مسئولانه و.

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې دا مهال د کورونا وېروس د واکسین د جوړېدو هڅې روانې دي. ځینې کارپوهان وایي، د کورونا وېروس واکسین تر ۲۰۲۱ کاله چمتو کېدلی شي، خو په دې اړه هېڅ تضمین نشته