تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټوېټر د ولسمشر ټرمپ ټویټونو کې "رښتیا او درواغ" مالوموي
ټوېټر په لومړي ځل د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د "فکټ چېک" یا د رښتیا او درواغو د مالومولو نښان لګولی دی. ټوېټر عموماً دا ډول نښان له هغو پوسټونو یا ټویټونو سره لګوي چې بې بنسټه او له حقیقته لېرې ادعاوې پکې شوې وي.
ولسمشر ټرمپ له کوم ثبوت وړاندې کولو پرته پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې د ټاکنو پر مهال د پوست له لارې خپل رایه استول فساد ته زمینه برابروي.
خو وروسته ټوېټر د نوموړي له دې ټویټ سره د "فکټ چېک" نښان ولګاوه او د یوې داسې لیکنې لېنک یې هم ورسره مل کړ چې پکې د ولسمشر ټرمپ دا ادعا بې بنسټه بلل شوې وه.
ښاغلي ټرمپ د چارشنبې پر ورځ ګواښ کړی و چې د خواله رسنیو شبکې به کنترولوي، او یا ان بندوي به یې.
نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، جمهوریت پالان داسې احساس کوي چې پر خواله رسنیو یې غږ او خبره نه اورېدل کېږي، خو دی به د دې کار اجازه ورنکړي.
په یوه جلا ټویټ کې ولسمشر ټرمپ ادعا کړې وه چې ټوېټر د بیان د ازادۍ مخه نیسي.
پر ټوېټر له څو کلونو راهیسې نیوکه کېدله چې د ولسمشر ټرمپ جنجالي ټویټونو پر ضد ګام نه اخلي.
په دې ټویټونو کې نوموړي پر خپلو سیاسي مخالفینو او سیالانو شخصي بریدونه کړي او د توطیې تیورۍ یې وړاندې کړې دي.
خو ټوېټر د کورونا وېروس بحران په درشل کې تېره میاشت خپله پالیسي یا تګلاره بدله کړه او له مخې به یې د ناسمو مالوماتو پر ضد اقدام کوي.
ټوېټر د ولسمشر ټرمپ ټویټونو په اړه څه وایي؟
د پوست له لارې د رایې ورکولو په اړه د ولسمشر ټرمپ ټویټ سره یو شین رنګه نښان ښکاري، او ورسره د یوې لیکنې لېنک هم اېښودل شوی.
په دې لېنک کې د ولسمشر ټرمپ دا ادعا ناسمه بلل شوې چې ګواکې د پوست له لارې رایه ورکول ټاکنو کې د درغلۍ لامل کېږي.
په دې لیکنه کې د سي اېن اېن، واشنګټن پوسټ او نورو رسنیو رپوټونو پر بنسټ استدلال شوی دی.
د امریکا ایالتي حکومتونه د کورونا وېروس وبا له کبله تر فشار لاندې دي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د پوست له لارې د رایې ورکولو اسانتیا پراخه کړي.
دا ګام ځکه اړین بلل کېږي چې خلک له کوره په وتلو او د رایې مرکزونو ته په ورتګ وېرېږي چې هسې نه په کورونا وېروس اخته شي.
ټوېټر لیکلي، د ولسمشر ټرمپ دا ادعا چې د پوست له لارې رایه استول ټاکنو کې د درغلۍ لامل کېږي، ناسمه ده.
دغه شبکه زیاتوي، داسې هېڅ ثبوت نشته چې ګواکې د پوست له لارې رایه دې ټاکنو کې درغلۍ سره کوم تړاو ولري.
ټوېټر ژمنه کړې وه چې د ناسمو مالوماتو پر ضد به ګام اخلي، خو د ولسمشر ټرمپ جنجالي ټویټونو په اړه یې تر اوسه کوم اړین ګام نه و اخیستی.
ولسمشر ټرمپ د پوست له لارې د رایو په اړه همدا ادعا پر فېسبوک کړې، خو هغې شبکې یې پر وړاندې کوم ګام نه دی اخیستی.
د ولسمشر ټرمپ غبرګون څه دی؟
د ټوېټر له دې ګام وروسته ولسمشر ټرمپ دا شبکه په دې تورنه کړه چې د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې، چې د نومبر میاشتې پر درېیمه نېټه به کېږي، لاسوهنه کوي.
نوموړي ویلي چې ټوېټر د بیان د ازادۍ مخه نیسي او دی به د ولسمشر په توګه د دې کار اجازه ورنکړي.
نوموړي چارشنبه د خواله رسنیو ته ګواښ وکړ چې "خپلې کړنې او حساب کتاب سم کړي".
ولسمشر ټرمپ همدا راز ادعا کړې ده چې خواله رسنیو په ۲۰۱۶ کال کې هم مشکوکې کړنې درلودې، او دا ځل بیا هڅه کوي چې په پېچلې بڼه هماغه کړنې تکرار کړي، خو دی به یې مخه نیسي.
نوموړي په دې اړه کوم وضاحت نه دی کړی چې د خواله رسنیو دا "مشکوکې کړنې" څه وې.
ولسمشر ټرمپ پر ټوېټر څه باندې اتیا میلیونه فالورز لري او ډېر ټویټونه کوي.
نوموړي تر دې دمه ۵۲ زره ټویټونه کړي او له دې لارې خپل پیغام او نظر میلیونو کسانو ته رسوي.