کراچۍ الوتکې پېښه کې ژوندی پاتې کس وايي، 'یوازې د اور لمبې مې تر سترګو کېدې'

د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان کراچۍ ښار کې یوه ملکي الوتکه وغورځېده، چې پکې له ژوندي پاتې کسانو یو وايي، یوازې د اور لمبې یې لیدې. محمد زبیر د دغې پېښې له دوو ژوندیو پاتې کسانو یو دی.

ایربس اي ۳۲۰ ډوله دغه الوتکه له لاهوره کراچۍ ته پر لار وه، چې جناح نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه په یوه ګڼ مېشته سیمه کې وغورځېده. اوس چارواکي وايي د پېښې له ځایه ټول مړي راایستل شوي دي.

د سیند ایالت روغتیايي چارواکو په دغه پېښه کې د ۹۷ کسانو مړینه تایید کړې او د پېښې لامل تر اوسه معلوم نه دی. چارواکي وايي، پېښه کې د وژل شویو ۶۶ کسانو مړي پېژندل شوي دي.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي پیلوټ د کېناستو له لومړۍ ناکامې هڅې وروسته د تخنیکي ستونزې رپوټ ورکړ او ورسته یې چې الوتکه د ځمکې پر لور شوه د (می ډی) یا خطر وروستی اعلان وکړ.

دا پېښه له هغه یو څو ورځې وروسته شوې، چې پاکستان د کورونا مخنیوي قرنطین بندیزونو له نرمښت سره کورنیو الوتنو ته اجازه ورکړه.

د پاکستان دولتي هوايي شرکت پي ای اي په پي کي ۸۳۰۳ شمېره دغه الوتنه کې د خدمې ۸ کسانو په ګډون ۹۹ مسافرو سفر کاوه، چې یو شمېر یې د اختر تېرولو لپاره کراچۍ ته روان وو.

الوتکه له ځايي وخت سره سم ماسپښین دوې نیمې بجې کراچۍ هوايي ډګر ته نژدې له رسېدو وروسته وغورځېده.

محمد زبیر چې په پېښه کې برسېرن ټپي شوی وايي، الوتکه له لومړی ځل ناکام کېناستو ۱۰ یا ۱۵ دقیقې وروسته وغورځېده.

دی وايي:

''هیچا فکر نه کاوه چې الوتکه به وغورځي، ځکه ډېر په ارام یې الوت کاوه. ''

محمد زبیر د الوتکې له غورځېدو وروسته بې هوښه شوی و او په هوښ کې له راتلو وروسته یې لومړۍ خبره دا وه چې ''له هر لوري مې د چیغو غږونه اوریدل، د ماشومانو او د لویانو غږونه، یوازې څه چې مې تر سترګو کېدل، د اور لمبې وې، خلک مې نه لیدل، یوازې د دوی چیغې مې اوریدې. ''

نوموړی زیاتوي:

''په څوکۍ پورې تړلی ملاتړ یا کمربند مې پرانیست، یو څه رڼا مې ولیده، د رڼا لور ته چې ورغلم، پر یوه لوړ ځای ولاړ وم، نژدې درې متره لاندې مې ټوپ وهل، چې ترې راووځم. ''

د پېښې ښکار شوې الوتکه د هوايي ډګر ځغاستلیکې ته خورا نژدې په یوه ګڼ مېشتې سیمه کې پر کورونو او ګاډو برسېره ولویده.

د هوايي ترافیک کنټرول څانګې او پیلوټ تر منځ د خبرو یو غږیز کلیپ چې پاکستاني رسنیو خپور کړی چې پکې د پیلوټ غږ اوریدل کېږي (الوتکې ماشینونه له لاسه ورکړل) د کنټرول ټاور مسوولین ترې پوښتنه کوي، چې ایا (بېلې لنډنګ) یا پر سینه د الوتکې ښويدو په ډول کېناستو ته چمتو دي؟ په ځواب کې د پیلوټ له خولې درې ځله د (می ډی، می ډی، می ډی) کوډ اوریدل کېږي، چې په هوايي چلن کې د خطر وروستی زنګ بلل کېږي.

وروستی حال

د سند ایالتي حکومت روغتیا وزیره ډاکټره عذار وايي، په ۹۷ موندل شویو جسدونو کې ۶۸ نارینه، ۲۶ ښځې او درې ماشومان شامل دي.

په کراچۍ کې د بي بي سي خبریال ریاض سهیل وايي، د پاکستان ملي احصایې ادارې (نادرا) کارکوونکي د ګوتو نښانونو له لارې د مړو پېژندنې هڅه کوي.

بل لور ته د پاکستان هوايي چلن ادارې مسوولین وايي، د الوتکې تور بکس موندل شوی او د ډي کوډ کولو لپاره به ولېږل شي. د چارواکو په وینا ښايي د توربکس رپوټ تر لاسه کېدل څو اونۍ وخت واخلي.