کراچۍ کې ملکي الوتکه غورځېدلې، د ۹۷ کسانو مړینه تایید شوې

د پاکستان کراچۍ ښار هوايي ډګر ته څېرمه د ګڼ مېشتې سیمې کورونو په منځ کې یوه ملکي الوتکه غورځېدلې ده. د پاکستان هوايي چلند ادارې دا ایربس ۳۲۰ ډوله الوتکه له لارهوره کراچۍ ته پر لار وه، چې وغورځېده.

د سند صوبې عامې روغتیا چارواکو تر اوسه د ۹۷ کسانو مړینه تایید کړې. د دغې ادارې ویاند وايي، پېښه کې دوه کسان ژوندي پاتې شوي، خو په وینا یې وژل شویو کسانو کې تر اوسه یوازې د ۱۹ کسانو مړي پېژندل شوي دي.

چارواکي وايي، په الوتکه کې ۹۹ کسان ناست وو، چې د کریو یا خدمې اته کسان هم پکې شامل دي.

بل لور ته د پي ای اې یو ویاند وايي، په ظاهره د لنډینګ ګیر نه پرانیستل کېدو له کبله بېرته د پورته کېدو پر مهال غورځېدلې، خو په وینا یې د څېړنو له بشپړېدو وروسته به کره معلومات تر لاسه شي.

په ویډیويي رپوټونو کې لیدل کېږي چې د پېښې له ځایه لوګي پورته کېږي. په ګڼ مېشته ماډل کالوني سیمه کې د الوتکې غورځېدو له کبله د مرګژوبلې اندېښنې څرګندیږي.

ځینې رپوټونو کې ویل شوي الوتکې او ترې لاندې شویو ګاډو سملاسي اور واخیست.

لومړي وزیر عمران خان له هغو ټولو نړیوالو مشرانو مننه کړې، چې د دغې پېښې په هکله یې د خواشینۍ او خواخوږۍ پیغامونه لېږلي وو. پر خواله رسنۍ ټویټر یوه پیغام کې ښاغلي خان ویلي، پاکستانیان د نړیوالې ټولنې د مشرانو ملاتړ او همکارۍ ته د قدر په نظر ګوري.

له دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ټویټر پیغام کې پر دغه پېښه خواشیني څرګنده کړې.

د ښاغلي غني په وینا په دې سخت ساعت کې افغانستان د پاکستان تر څنګ ولاړ دی.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د پېښې ځای ته له ورتګه ډډه وکړي، چې د مرستې فعالیتونه له خنډونو سره مخامخ نه شي.

د کورونا وېروس له کبله تر دوو میاشتو پورې پاکستان کې پر الوتنو له بندیز وروسته دا وروستیو کې کورنۍ الوتنې پیل شوې.

د بي بي سي خبریال شهزاد ملک په خپل رپوټ کې د پاکستان ملکي هوايي چلن ادارې د چارواکو له قوله وايي، د پېښې ښکار شوې الوتکه ۲۰۱۴ کال کې د دولتي هوايي شرکت پي ای اي په واک کې ورکړل شوې وه.

رپوټ زیاتوي وروستی ځل د تېر کال نومبر پر شپږمه د الوتکې تخنیکي ارزونه شوې وه، چې د سږ کال نومبر تر پنځمې پورې د پلي کېدو وړ وه.

په ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې مرستندویان او د سیمې خلک د ورانو شویو کورونو له خاورو، خځلو ټپي شوي کسان راباسي.

په همدې کلیپونو کې ښکاري چې الوتکه په یوه نرۍ کوڅه کې لویدلې او د شاوخوا کورونو ته هم زیان اوښتی.

د پېښې یوه عیني شاهده ډاکتره کنول ناظم چې جناح ګارډن سیمه کې استوګنه ده وايي، نژدې درې بجې یې د یوې زورورې چاودنې غږ واورید.

نوموړې وايي، کله چې بهر ته ووته، د کوڅې په سر کې یې د جومات څنګه ته له دریو کورونو پورته شوي لوګي ولیدل. هغه زیاتوي د خلکو چیغې یې واریدې او لږ وروسته امنیتي کسان ورسېدل.