تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هالیووډ او بالیووډ فلمونو هندی لوبغاړی عرفان خان له سرطانه ومړ
د هند فلمي لوبغاړی عرفان خان چې د هالیووډ او بالیووډ تر سلو ډېرو فلمونو کې یې کار کړی د دې هېواد په ممبۍ ښار کې ومړ.
۵۴ کلن عرفان خان چې په سرطان اخته و او تېرکال لندن ته د درملنې په پار تللی و.
دا ناروغي د انسان د بدن پر ژونکو یا حجرو تاثیر کوي او د وینې په جریان کې خپل هورمونونه خپروي.
عرفان خان د سې شنبې په ورځ د ممبۍ د کوکیلابین روغتونو د پاملرنې څانګې ته معرفي شو او ویاند یې وویل چې عرفان خان د غټو کولمو د ناروغۍ له امله روغتون ته وړل شوی و.
د عرفان خان ویاند یې مړینه نن د چارشنبې په ورځ تایید کړه او ویې ویل:" 'زه باوري یم چې ما وبایلله" دا هغه خبره وه چې فلمي لوبغاړي عرفان خان په ۲۰۱۸ کال کې کړې وه، کله چې دی له سرطان ناروغۍ سره لاس او ګرېوان و، اوس موږ دا له خپګانه ډک خبر اورو چې اوس دی زموږ په منځ کې نشته."
د ویاند په وینا "عرفان خان د لوړو ارادو څښتن و او تر مرګه یې مبارزه وکړه، هغه تل خپل خواخوږي هڅول او مورال یې ورکاوه، په ۲۰۱۸ کال کې کله چې دی په سرطان اخته شو له دې ګواښ سره یې په جګه غاړه مبارزه وکړه او ژوند یې کابو کړ. هغه خپلې کورنۍ سره بې کچه مینه درلوده. کورنۍ یې له ده سره زیاته مینه درلوده، هغه خپل ترشا یو میراث پرېښود. موږ به یې تل روح ته دعا کوو."
تېرو ورځو کې د عرفان خان مور سعیده بېګم هم د هند د راجستان ایالت په حیپور کې په حق ورسېده او په ټول هېواد کې د قرنطین له امله نوموړي د خپلې مور د جنازې په مراسمو کې ګډون ونه شوی کړی.
د راپورنو له مخې نوموړي د ویډیو له لارې د خپلې مور د مړینې په وروستي مراسمو کې برخه واخېسته.
په ۲۰۱۸ کال کې عرفان خان پوه شو چې په سرطان اخته دی او په خپله یې خپلو مینه والو ته په دې اړه حال ووایه.
هغه په ټویټر لیکلي وو ''په ژوند کې یوځل داسې پېښيږي چې تا له ځانه سره وړي، زما د تېر ژوند څو لسیزې همداسې وې. زه د نیورونډوکرین تومر په نوم ناروغي لرم، مګر ماته زما شاوخوا خلک مینه او هیله راکوي.''