نړیوال بازار کې د تېلو بیه یو ځل بیا وغورځېده

تېل

د عکس سرچینه، Getty Images

د تېلو د ذخیره کولو لپاره د ځایونو د محدودیت په هکله د اندېښنو له امله د سې شنبې په ورځ ( د اپرېل ۲۸) د دې توکي بیه نوره هم کمه شوه.

سې شنبه د ویسټ تګزاس اینټرمیډیټ تېلو هر بیلر یا بېرل بیه ۱۶ سلنه کمه شوې ده. د برنټ تېلو بیه هم کمه شوې، خو د ویسټ تګزاس د تېلو په څېر هم نه.

د تېلو سوداګر اندېښمن دي چې د دې توکي د غوښتنې یا تقاضا د لا کمېدو او د زېرمتونونو ډکېدو سره به د تولید شویو تېلو ساتلو لپاره ځای ونه لري.

نړۍ کې د کورونا وېروس پراخېدو او د تېلو غوښتنې کمېدو سره د دې توکي بیه بې سارې کمه شوې ده.

تېل
د عکس تشریح، نړۍ کې د تېلو بیه مخ په ځوړ روانه ده.

تېره اونۍ ( د اپرېل ۲۱) امریکا کې په تاریخ کې اول ځل د تېلو بیه منفي شوه.

دا په دې مانا وه چې د تېلو پلورونکي باید خپلو مشتریانو ته پیسې هم ور کړي، ځکه هغه وخت ویل کېدل، چې د دې سونتوکو زېرمتونونو کې نور د تېلو ساتلو ځای په ختمېدو دی.

هغه شرکتونه چې د تېلو بیه منفي کړه وايي، دا بیه روانه او راتلونکې میاشت پورې تړلې، نه په نورو میاشتو پورې.