تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روهېنګیا کړکېچ: ملګري ملتونه وايي، میانمار کې جګړه توده شوې
ملګري ملتونه وايي، د میانمار 'برما ' په لویدیځ کې د پوځ او یوې توکمیزې وسله والې ډلې تر منځ نښتو کې د تېرې میاشتې له وروستیو راهیسې ۲۳ ملکي کسان وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو دغه حالت 'سخت ' بللی او په وینا یې نژدې هره ورځ په راکهاین او چاین ایالتونو کې نښتې کېږي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې ملکي خلک په دې نښتو کې په نښه شوي دي او که د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ متقابلو ډزو کې وژل شوي دي.
په داسې حال کې چې میانمار کې د کورونا ویروس وبا خپره شوې او د څلورو مړینو په ګډون ۸۰ پېښې یې پکې ثبت شوې دي، د برتانیا او امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو دغه هېواد کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې.
اراکان پوځ نومې ډلې د یوې میاشتې لپاره د اوربند وړاندیز کړی و، خو حکومت یې دغه وړاندیز رد کړ. بل لور ته میانمار چارواکو ویلي، د نوي کال په مناسبت د یوه دود له مخې ۲۵ زره بندیان خوشي کوي.
په دې کې هغه روهېنګیا توکمه کسان هم شامل دي، چې د سفر له بندیزونو د سر غړاوي په تور نیول شوي وو. پر دې کسانو ځکه د سفر محدودیتونه لګېدلي، چې دوی رسماً د هېواد تبع نه بلل کېږي.
هغو ډلو چې د دغه هېواد له ګڼې ګوڼې د ډکو بدنامو زندانونه څاري، په زندانونو کې د کورونا ویروس خپرېدو مخنیوي په موخه د زندانیانو خوشي کېدو غوښتنه کوله.
د سویل ختیځې اسیا لپاره د بي بي سي خبریال جوناتن هیډ وايي، دغه غوښتنه ښايي د پروسږ کال همدې مناسبت د بندیانو خوشي کېدو پرتله چې ۱۵۰۰۰ کسان وو، سږکال دغه شمېر کې پر ډېرېدو پوهېدو کې مرسته وکړی.