ایټالیا کې ۱۰۴ کلنه ښځه له کورونا وېروس رغېدلې؛ د مړینو شمېر هم په کمېدو دی

ایټالیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ټوله ایټالیا کې د مړینو شمېر هم په کمېدو دی

له ایټالیا نه ترلاسه شوي رپوټونه وایي چې په دې هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس له کبله ۵۲۵ کسان مړه شوي، چې په تېرو دوه اوونیو کې د ورځنیو مړینو تر ټولو ټیټه کچه ده.

د مړینو له پلوه ایټالیا د نړۍ تر ټولو دېر ځپل شوی هېواد دی او تر دې دمه نژدې ۱۶ زره کسان د کورونا وېروس قرباني شوي دي.‌

خو په همدې هېواد کې بیا یوه ۱۰۴ کلنه ښځه له دې ناروغۍ بېرته رغېدلې، او ورسره په ټول هېواد کې خلک یو څه هیله من شوي‌ دي.

ځایي رسنیو دا ښځه د ادا زانوسو په نامه یاده کړې او د ایټالیا په شمال کې د لېسونا سیمې اوسېدونکې ده.‌

نوموړې په هغه پالنځي یا د پاخه عمر خلکو په استوګنځي کې اوسېده چېرې چې وار د مخه شل نور کسان کورونا وېروس وژلي وو.‌

د مړینو د شمېر کمېدو ترڅنګ په ایټالیا کې د کوېډ-۱۹ ناروغانو شمېر هم په وروستیو ورځو کې راکم شوی دی.‌

په ټوله ایټالیا کې تر دې دمه نږدې یو لک او دېرش زره کسان په کورونا وېروس اخته شوي دي.

Medical workers in Brooklyn

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټوله نړۍ کې څه باندې دوه نیم لکه کسان له کورنا وېروس بېرته رغېدلي دي

‌په ټوله نړۍ کې د کوېډ-۱۹ ناروغانو شمېر یو اعشاره دوه میلیونو کسانو ته رسېدلی،‌ او له ۶۵ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.‌

د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې تر اوسه څه باندې دوه نیم لکه کسان بېرته رغېدلي دي.

په اسپانیا کې هم داسې ښکاري چې وضعیت په ښه کېدو دی، او تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۷۴ کسان مړه شوي، چې د تېرې ورځې پرتله ۱۳۵ کسه کم دي.

خو په بریتانیا کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مړینو شمېر یو څه ډېر شوی او ۶۲۱ ته رسېدلی دی.

په دې هېواد کې تر دې دمه نږدې پنځه زره کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي‌ دي.‌

او په امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر له درې لکو او شل زرو اوښتی، چې د ټولې نړۍ په کچه تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې دي.

کورونا
کورنا