د ټرمپ خبرداری: راتلونکې دوه اونۍ به امریکایانو لپاره سختې وي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشرډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې د کورونا وبا له امله به راتلونکې دوه اونۍ ډېرې سختې وي او زیاته کړې یې ده، امریکایان دې د دغې وبا له امله د مړو شمېر زیاتوالي ته چمتو واوسي.

نوموړي په خپلې خبري غونډه کې وویل چې راتلونکې ورځې به لا مرګونې وي.

ښاغلي ټرمپ اغېزمن ایالتونو ته ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې دوی سره به د کویډ-۱۹ سره د مبارزې په پار طبي وسایل او پوځي مرستې وکړي.

خو د دې خبرداري برعکس، ښاغلي ټرمپ د ایسټر اختر د لمانځلو لپاره د ټولنیز واټن اسانولو هم وړاندیز وکړ.

ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوه خبري غونډې ته د خبرو پر مهال وویل:"موږ باید خپل هېواد بیا پرانیزو، موږ نه غواړو دا کار د میاشتو، میاشتو لپاره وکړو."

نوموړي دا نرمښت وروسته تردې وښود چې په هېواد کې یې د کورونا پر وېروس د اخته کسانو شمېر له ۳۰۰ زرو زیات واوښت او همدارنګه تر پرون شنبې پورې په دې هېواد کې له ۸ زرو کسانو زیات خپل ژوند بایللی چې ۶۳۰ یې یوازې په نیویارک کې دي.

ډونلډ ټرمپ نیویارک ښار کې د پوځ د زرګونو صحي کارکوونکو د استولو خبره هم کړې ده.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له ۱،۱ ميليون اوښتی دی او ټولټال له ۶۲ زره ډېر کسان ترې مړه شوي دي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د کورونا وېروس له امله تر ټولو ډېر ځپلي شوي هېواد ايټاليا کې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې ۶۸۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دې سره په دې هېواد کې د کورونا وېروس له امله د مړينې شمېر له ۱۵ زرو اوښتی دی او ۱۲۴ زره نور خلک پرې اخته دي.

په دې هېواد کې بيا ۲۰ زره تنه له کورونا وېروس روغ شوي او د پخوا پرتله په نويو مثبتو پېښو کې هم کموالی راغلی دی.

د اروپا په يوه بل هېواد بريتانيا کې بيا په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې د يوه پنځه کلن ماشوم په ګډون ۷۰۸ ته مړه شوي دي. په دې هېواد کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۴۲ زره ښودل شوی او له څلور زرو زيات کسان مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

دا وزارت وايي، په کابل کې ۱۰، کندهار کې ۸، پکتیا کې ۳، بلخ کې ۲، سمنګان کې ۲ او په کاپیسا، تخار او زابل کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.

له دې سره په ټول افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۳۷ ته ورسېد.

کورونا
کورنا