کومو هېوادونو کې کورونا وېروس هېڅ نشته؟

Martel Cove with the Antarctic landscape in the background

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په انټرکټيکا کې د کورونا وېروس کومه پېښه نشته

په ترکمنستان او د پېسېفک یا ارام سمندر په ټوالو ټاپو کې څه شی مشترک دي. دواړه د هغو هېوادونو او سيمو له جملې څخه دي چې د اپرېل تر لومړۍ نېټې په کې د کورونا وېروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

امریکا کې د جانس هاپکنز پوهنتون د راټولو شويو شمېرو له مخې کورونا وېروس يا کووېډ ۱۹ لږ ترلږه ۱۸۰ هېوادونو او سيمو ته رسېدلی دی او په نړيواله کچه پر دغه وېروس د اخته کسانو شمېر له ۹۰۰ زرو اوښتی دی.

د دې وېروس له امله تراوسه له ۴۸ زرو زيات کسان مړه شوي او ۲۰۰ زره پرې له اخته کېدو وروسته روغ شوي دي. خو ۴۰ داسې سيمې دي‌ چې هلته د کورونا وېروس پېښه په رسمي‌ ډول نه ده ثبت شوې.

د دې علت څه کېدی شي؟

د دې سيمو ډېری د ټوالو په څېر دي، د لږ نفوس ټاپو چې د خلکو لږ تګ او راتګ په کې دی.

له دې ځينې بيا د سيلانۍ سيمې دي، خو په نړيواله کچه پر سفر د بنديزونو له امله هلته خلک نشي‌ تللی.

بند رژيمونه

خو په ځينو هېوادونو کې بيا حالت پېچلی او نازک دی.

ترکمنستان په نړۍ کې يو له ځپونکو حکومتونو څخه دی، دوی د ''کورونا وېروس'' پر نامه هم بنديز لګولی دی.

Night view of Turkmenistan's capital, Ashgabat

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ترکمنستان د "کورونا وېروس" پر نامه بنديز لګولی دی

په همدې ډول په شمالي کوريا کې هم د حکومت پر موقف د خلکو شک راپورته شوی دی.

د شمالي‌کوريا شاوخوا داسې هېوادونه دي چې د دې وبا له امله يې ډېر زیان ليدلی دی. د دې سربېره د شمالي کوريا يو ګاونډی چين دی چېرته چې دغه وبا پيل شوې وه.

خو بيا هم شمالي کوريا د کورونا وېروس يوه مثبته پېښه نه ده اعلان کړې.

کورنۍ جګړې

داسې وېره ښودل کېږي چې کېدی شي دغه وبا به د شمالي کوريا د روغتيا سيستم ډېر اغېزمن کړي، چې خپله د خراب نظام او د نړيوالو بندیزونو له امله قوي‌ نه دی.

په شمالي کوريا سربېره يمن هم له داسې حالت سره مخ دی.

د منځني‌ختيځ په دې هېواد کې کورنۍ جګړه روانه ده چې له امله يې د کورونا وېروس ازموينه او د پېښو ثبتول ډېر له سختۍ سره مخ کړي دي.

ګاونډی هېواد سعودي‌ عربستان چې په يمن کې له حوثي‌ ياغيانو سره جنګېږي د مارچ پر ۳۱ اعلان کړی و چې د کورونا وېروس د پېښو شمېر يې ۱۵۶۳ ته رسېدلې دي.

A Yemeni volunteer sprays disinfectant over garbage in the one of Sanaa's impoverished neighbourhoods, on March 30

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې تر څنګ د افريقا په ځينو هېوادونو کې هم تراوسه د کورونا وېروس پېښې نه دي ثبت شوې خو کېدی شي دا د ازموينې د وسيلو د نشتوالي له امله وي.

انټرکټيکا بيا يوازينۍ لویه وچه ده چې د کورونا وېروس هېڅ پېښه په کې نشته. له جغرافيايي لحاظه د لېرې پرتې وچې سربېره دلته د خلکو نفوس ډېر کم دی او تر نړيوال څېړنيز مرکز پورې محدود دی.