روغتياپالان د کورونا وېروس له امله تر فشار لاندې دي
د نړۍ په لروبر کې روغتیا پالان د کورونا وېروس له امله د ناروغانو د ډېر شمېر تر فشار لاندې دي. له وړاندې لا په ټوله نړۍ کې د نرسانو شمېر د اړتیا په مقابل کې شپږ میلیونه کم و.
اوس د نرسانو نړیوالې شورا بي بي سي ته ویلي دي چې غړي تر حد ډېر فیزیکي او رواني فشار لاندې دي.
د اسپانیا چارواکي وايي په دغه هېواد کې په کورونا وېروس د اخته کسانو له ډلې ۱۳٪ روغتیاپالان دي. په ایټالیا کې به په سارې توګه ډاکتران له دې وېروس مري.