تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: اروپا کې هره ورځ زرګونه کسان مري، خو مثبتې پېښې په کمېدو دي
د نړۍ په لر او بر کې د کورونا وېروس له کبله هره ورځ د وژل شویو کسانو شمېر په ډېرېدو دی. یوازې په اروپا کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰ زرو اوښتی دی، خو هلته د مثبتو پېښو شمېر په کمېدو ښکاري.
چارشنبه په اروپا کې د اسپانیې لپاره یو ځل بیا تر ټولو خونړۍ ورځ وه او په ۲۴ ساعتونو کې به دې هېواد کې له ۸۵۰ ډېر کسان د کورونا وېروس له کبله وژل شوي دي.
په توله اسپانیا کې تر دې دمه د وژل شویو کسانو شمېر له ۹ زرو اوښتی دی او له سل زرو ډېر کسان په دې وېروس اخته دي.
خو په ورته وخت کې په دې هېواد کې د مثبتونو پېښو شمېر په کمېدو ښکاري.
د اروپا بل ډېر ځپل شوی هېواد ایټالیا ده، چېرې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابو ۷۵۰ کسان وژل شوي.
خو دا شمېرو د تېرو څو ورځو پرتله کم دی او داسې ښکاري چې هلته هم وضعیت په ښه کېدو دی.
خو د بریتانیا لپاره چارشنبه بده ورځ وه او دې هېواد کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
تر دې دمه په بریتانیا کې د وژل شویو کسانو شمېر اوس ۲۳۵۲ کسانو ته رسېدلی دی.
په امریکا کې تر دې دمه ۴۰۰۰ کسان وژل شوي دي او له دوه لکو ډېر کسان په کورونا وېروس اخته دي.
له ایرانه ترلاسه شوي رپوټونه وایي چې په دې هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳ زرو ته رسېدلی دی.
او په پاکستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له ۲۱۰۰ اوښتی دی. په دې هېواد کې تر دې دمه ۲۷ کسان د دې وېروس له کبله وژل شوي دي.
د پاکستان حکومت په دې هېواد کې لګېدلي محدودیتونه د اپرېل میاشتې تر ۱۴مې نېټې غځولي دي.
په ټوله نړۍ کې اوس څه باندې ۸ لکه کسان په کورونا وېروس اخته دي، او تر دې دمه ۴۳ زره کسان له دې وېروسه مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش ویلي، کورونا وېروس له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د بشریت لپاره تر ټولو ستر چلنج یا ننګونه ده.